پښتون ژغورنی غورځنګ تور لګوي چې د کراچۍ پولیسو او رینجرز ځواکونو د جنورۍ په ۲۸ مه د بانګ یا سپېدو مهال په سهراب ګوټ کې د دوی د پرلت پر ځای چاپه وهلې ده.
د پاکستان پوځ وباند وايي، په افغانستان کې د سولې له ټینګښت سره به افغان حکومت خپل پام "غیر افغان طالب ډلو" ته واړوي
مولانا فضل الرحمان د جنورۍ پر ۲۷مه په ډېره اسماعیل خان کې د ملین مارچ په نوم جلسې ته په وینا کې دواړه پېښې "د انصاف او انساني ناموس پر مخ د څپېړې" په معنا دي.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند چارواکي، د پخواني وزیراعظم نواز شریف د صحي وضعې په اړه اندېښنې ښيي خو حکومتي چارواکي بیا وايي، د نوموړي صحي وضع ښه ده.
انټرنیشنل کرکټ کونسل د جنورۍ پر ۲۷مه، پر سرفراز احمد تر هغې وروسته د څلورو لوبو بندیز ولګاوه چې هغه د جنورۍ پر ۲۲مه، د جنوبي افریقا د یوه تور پوستي لوبغاړي په اړه پر نسلي تعصب ولاړې څرګندونې کړې وې.
پښتون ژغورنې غورځنګ، په کراچۍ ښار کې، د جنورۍ پر ۲۷مه هم خپله احتجاجي ناسته جاري وساتله.
په عین وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د جنورۍ پر ۲۷مه په کابل کې له افغان چارواکو سره غږېږي.
پاکستان د سیلګرۍ د ودې لپاره د نړۍ د۵۰ هیوادونو وګړيو ته پر هوايي ډګر د ویزې ورکولو او نورو ۱۷۵ هېوادونو لپاره يې د برېښنايي ویزو ورکولو اعلان کړی دی.
د پاکستان د سيند صوبې حکومت وايي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ تر احتجاجي ناستې وروسته يې د نیول شوي فعال عالمزېب مسود درک لګولی او قانوني مرسته يې هم ورسره کړې ده.
د غورځنګ د کراچۍ مشر نورالله ترین نن[د جنورۍ پر ۲۵مه] مشال راډیو ته وویل، د خپل ملګري عالمزیب مسود د خوشې کولو ترڅنګ د پنځه غوښتنو د پوره کولو لپاره یې احتجاجي ناسته پيل کړې.
د پاکستان ټولې رسني، سياستوالان او ان ټول خلک دا خبره کوي چې راو انوار قاتل دی، نقيب بې ګناه دی خو قاتل ازاد ګرځي.
بي بي ته یوه عدالت شاوخوا نهه کاله مخکې د اسلام پیغمبر د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې وه. د دې پر ضد نوموړې د لاهور های کورټ ته درخواست وکړ خو هغه عدالت یې هم د مرګ سزا برقراره وساتله.
نور وښیئ