د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پارلمان ته د فاټا اصلاحاتو قانوني مسوده وړاندې کېږي


د پاکستان وفاقي حکومت قبایلي سیمو ته د دې هېواد د سپریم کورټ (سترې محکمې) او اسلام اباد های کورټ واک غځولو لپاره تېر مازيګر (جمعه) قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره یوه قانوني مسوده وړاندې کړه. دا بِل یا قانوني مسوده د پاکستان د قانون وزیر زاهد حامد وړاندې کړه. پر دې قامي مسودې تېره ورځ ځکه بحث ونه شو چې د اسمبلۍ د غړو شمېر پوره نه و نو ځکه سپيکر پرېکړه وکړه چې دا مسوده به د دوشنبې په ورځ (سپټمبر ۱۸مه) قامي اسمبلۍ ته د بحث لپاره وړاندې کوي.

د هېواد وفاقي کابینې د تيرې سېشنبې په ورځ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ غونډه کې پریکړه کړې وه چې د فاټا اصلاحاتو هغه قانوني مسوده چې د سپريم کورټ او اسلام اباد های کورټ واک قبايلي سيمو ته پکې غځول کېږي، قامي اسمبلۍ ته د منظورۍ لپاره راوړي.

په قبايلي سيمو کې د اييني او انتظامي اصلاحاتو په اړه د تيرې پنجشبې په ورځ په اسلام اباد کې د عوامي نیشنل ګوند لخوا ټول ګونديزه غونډه وشوه. د دې غونډې په اعلامیه کې غوښتنه شوې وه چې په فاټا کې دې اېف سي ار قانون ختم کړل شي ، دلته دې د پاکستان قضايي او عدالتي نظام وغځول شي او قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

خو په غونډه کې موجود د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي او د جمیعت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان پر دغه اعلامیه لاس لیک ونکړ. دوی دريځ لري چې د فاټا د راتلونکې پرېکړه دې د قبايلي ولس په خوښه د يوې ټولپوښتنې له لارې وکړل شي.

XS
SM
MD
LG