د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د مومند ايجنسۍ هلک او نجلۍ د بجلۍ په کرنټ وژل شوي


چارواکي وايي چې د کراچۍ په کورنګۍ ابراهيم حیدري سيمه کې د قبايلي سیمې مومند ايجنسۍ سره تعلق لرونکی د یوه هلک او یوې نجلۍ د پوسټ مارټم ښيي چې دواړه د بجلۍ په کرنټ وژل شوي دي.

پولیس وايي دا د غیرت په نوم د وژنو پېښه ده چې د هلک او نجلۍ دواړو مشرانو منلې ده، خو تر دې دمه هغه خلک نه دي نيول شوي چې د وژلو پرېکړه یې کړې وه.

د شاه لطيف ټاون پوليس تاڼې مشر امان مروت مشال راډېو ته وويل چې پر څوارلسمه نېټه اوولس کلنه بخت تاجه له اتلس کلن ولي الرحمان سره د واده په غرض له کوره تښتېدلي ول، حېدراباد ته په رسېدو د ولي الرحمان پلار محمد افضل په ټېليفون خپل زوی په دې پلمه او ژمنه بیرته وغوښتی چې د دواړو واده به کوي. خو په بیرته راتلو جرګه کېناستله او د دواړو د وژلو پرېکړه يې وکړه.

د مروت په وينا چې تر دې دمه په دې معامله کې پوليسو څلور کسان نيولي دي چې پکې د نجلۍ پلار، د نجلۍ تره، د هلک پلار او د هلک يو تره شامل دي خو د جرګې د غړیو د نيولو هڅې روانې دي.

"د جرګې د يو غړي سرتاج لپاره راولپېنډۍ ته د پوليسو يوه ډله استول شوې ده او هڅه روانه ده، ژر به ونيول شي"

مروت وايي چې د اګست پر پينځلسمه نېټه د شپې شاوخوا نهه بجې نجلۍ او په بله ورځ يانې د اګست پر شپاړلسمه نېټه هلک د بجلۍ په کرنټ ووژل شو او پټ په پټه ښخ کړل شو.

د ده په وينا نيول شویو کسانو منلې چې هلک او نجلۍ يې د غیرت په نوم وژلي دي.

د کراچۍ پشمول د ملک په بېلا بېلو برخو کې د غیرت په نوم دا رنګ پېښې رامنځ ته کېږي، په دې اړه اسلامي احکامات څه دي؟

په کراچۍ کې میشت یو مفتي ضيا الاسلام ټکروي وايي چې که نجلۍ او هلک بالغ وي، هغوی اختيار لري چې د واده په معامله کې خپله رضا وښيي خو هېڅ يو څوک دا اختيار نه لري چې بې له عدالته د چا د وژلو فیصله وکړي.

"که عدالتي قانون دی او که شرعي، دواړه وايي چې د عدالت پرته د یو چا وژنه ناروا ده. اوس هم که څوک د جرګې خلک ونيسي، يو تن ته دا واک نه شته چې فیصله وکړي که قصاص هم اخلي نو هغه به عدالت اخلي"

بل اړخ ته د شاه لطيف ټاون د پوليسو مشر امان مروت دا هم ويلي چې وژل شوې نجلۍ او هلک د لانډي شېرپاو کالونۍ په هديره کې خاورو ته سپارل شوي وو او د چارشنبې په ورځ يې د عدالت په امر قبرونه سپړل شوي وو چې پکې د ډاکټري رپورټ له مخې دواړه د بجلۍ په کرنټ د وژلو پخلی شوی دی.

پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن شمېرو له مخې پروسږ کال په دغه ملک کې د غیرت په نامه د وژنو ۵۶۱ پېښې رامنځته شوې او ياد کمېشن وايي چې زياتره پېښې يا خو مخې ته نه راځي او يا يې کومه فیصله نه کېږي ځکه چې په دې کې ککړ نېزدې خپل خپلوان يې د معافۍ له لارې داسې معاملې ختمې کړي.

XS
SM
MD
LG