د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم لاره نن په دويمه ورځ هم تړلې پرته ده


د خېبر پولیټیکل چارواکي وایی چې نن په دویمه ورځ هم د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې پرته ده او امنيتي څار سخت کړل شوی دی او چا ته هم پر دې لار د سفر کولو اجازه نه ورکول کیږي.

د تورخم دروازې د بندېدو له امله د خېبر درې پر لویه لاره افغانستان ته مال وړونکي ډک ګاډي ولاړ دي او دواړو خواوو ته ګڼ ناروغان ښځې او ماشومان هم له کړاو سره مخ شوي دي.

په همدې تړاو نن (شنبه) په تورخم کې د پاکستاني او افغان چارواکو ترمنځ پر امنيتي اوضاع او د تورخم دروازې خلاصولو په اړه غونډه وشوه. په غونډه کې د پاکستان امنيتي چارواکو افغان امنيتي چارواکو ته وويل چې بريد له افغان غاړي يوه نامعلومه کس کړی نو افغان چارواکي دې خپلې غاړي ته امنيت ټينګ کړي.

د تورخم انتظامي چارواکو په وينا تورخم دروازه د جمعې په ورځ د یو لاسي بم برید وروسته وتړل شوه. دوی وایي، پرون (جمعه) ماسپښین یو نامعلومه کس په تورخم دورازه کې پر زیرو پواینټ یو لاسي بم راګزار کړ چې په نتیجه کې یی د پاکستان د سرحدي ځواک اته سرتیري او یو ځایي ماشوم ژوبل شول.

بلخوا بيا د افغانستان د ننګرهار ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږياڼی هم دا مني چې پاکستاني ځواکونو یاده لاره وروسته له هغه وتړله چې د تورخم پر دروازه پرون د لاسي بم برید وشو خو نوموړی زياتوي چې دا بريد په دوی پورې هېڅ تړاو نه لري او په دې پېښه کې اووه افغانان ژوبل شوي وو چې په تورخم کې یې درملنه وشوه.

د تورخم انتظامي چارواکي وايي چې اوس حالات په کنټرول کې دي خو تر اوسه ورته له مرکز نه د تورخم دروازې د خلاصولو امر نه دی راغلی.

پر تورخم دروازه د لاسي بم غورځولو سره مسوليت تر اوسه چا نه ده منلی.

XS
SM
MD
LG