د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې له ۲۰۰۴م راهيسې ۱۵ زره ناموسي وژنې شوي دي


فرزانه اقبال په لاهور کې په ۲۰۱۴م کال کې د خپلې خوښې واده کولو په غبرګون کې د کورنۍ لخوا سنګسار شوه
فرزانه اقبال په لاهور کې په ۲۰۱۴م کال کې د خپلې خوښې واده کولو په غبرګون کې د کورنۍ لخوا سنګسار شوه

په دا وروستيو کې د پاکستان په کراچي ښار کې د غېرت په نوم د يوه هلک او نجلۍ له وژل کېدو وروسته په دې هېواد کې د ناموسي وژنو په اړه بيا بحثونه تاوده شوي دي.

د پاکستان د بشري حقونو د کميسيون له راپور سره سم په دې هېواد کې په تېرو ۱۲ کلونو کې ۱۵۲۲۲ کسان د غېرت په نوم وژل شوي دي. د خېبر پښتونخوا په سوات کې د اوېکننګ ((بيداري)) په نوم د يوې غېرسرکاري ادارې مشر شمشېر علي خان وايي چې د روان ۲۰۱۷م کال له جنوري څخه بيا تر سپټمبر مياشتې پورې يوازې په سوات کې لږ تر لږه ۴۰ ښځې د غېرت په نامه وژل شوي دي او يو شمېر داسې دي چې رپورټ شوي نه دي.

سوات کې د غېرت په نوم وژل شوې يوه ښځه
سوات کې د غېرت په نوم وژل شوې يوه ښځه

موږ ښځه د غېرت نخښه ګرځولې او هغې ته د سپیناوي هيڅ موقع نه ورکوو

دا چې ولې زياتره وخت ښځې د ناموسي وژنو ښکار وي؟ شمشېر زياتوي چې نارينه ته په ټولنه کې يو ډول تحفظ تر لاسه دی او بلخوا د هغه پلار او د کورنۍ نور غړي هم د هغه پر سر درېږي او د هغه کړنې خاص عېب نه ګڼي. خو ښځه د غېرت يوه نخښه ګرځول شوې ده او هغې ته د سپيناوي موقع نه ورکول کېږي.

نوموړی زياتوي چې ځينې وخت بله پېښه شوې وي خو نارينه د ځان خلاصولو يا خپل جرم پټولو لپاره ناموسي وژنه وکړي.

که څه هم د پاکستان حکومت په تېر (۲۰۱۶م) کال کې د ناموسي وژنو قانون منظور کړ او عامل ته د کورنۍ لخوا پر بخښنې سربېره يې سزا ۱۲ نيم کاله قېد دی خو بيا هم د دې هېواد په بېلا بېلو برخو کې دا ډول وژنې دوام لري.

دا چې په ټولنه کې ولې د دې مخنيوی نه کېږي؟ په سوات کې د خويندو جرګې په نامه د ښځو د حقونو د يوه سازمان مشره تبسم عدنان يې لامل ناپوهي يادوي.

((تر ټولو لويه وجه جهالت، کم علمي او د تعليم کمی دی، هغه که له ديني پلوه وي او که له دنيوي پلوه وي.))

نوموړې په دې لړ کې له قانون او خپلو حقونو ناخبرتيا هم د دې يو لامل ګڼي.

بلخوا شمشېر علي خان په ټولنه کې د ناموسي وژنو د دوام لامل د قانون عملي کولو لپاره د مېکانيزم يا طريقه کار نيشتوالی په ګوته کوي. نوموړی زياتوي چې جرګې هم مثبت رول لوبولای شي خو خپل سري جرګې نه بلکې هغه جرګې چې د ټولنې استازيتوب وکړي او په هغه کې د ژوند له بېلا بېلو چارو سره اړه لرونکې کسان شامل وي.

((موږ د جرګې حمايت کوو خو جرګې ته هيڅکله دا اختيار نه ورکوو چې هغه د چا د ژوند فيصله وکړي، هغه که د نارينه ژوند وي او يا که د زنانه ژوند وي.))

لاهور کې په ۲۰۱۶م کال د کورنۍ لخوا يوه ۱۶ کلنه جينۍ وسوځول شوه چې په خپله خوښه يې واده کړی و
لاهور کې په ۲۰۱۶م کال د کورنۍ لخوا يوه ۱۶ کلنه جينۍ وسوځول شوه چې په خپله خوښه يې واده کړی و

​​

په پاکستان کې زياتره وخت هغه ښځې د غېرت په نوم وژل شوي چې د خپلې خوښې د واده غږ وکړي، له پردي سړي سره پر ټليفون يا د کور په وره کې خبرې وکړي او يا هم د کورنۍ له اجازت پرته نوکري يا کار وکړي.

اسلام بالغ نر او ښځې ته په خپله خوښه د واده کولو اجازه ورکړې ده

دا چې اسلام په خپله خوښه د واده کولو په اړه څه وايي، ديني عالم پروفېسر قبله اياز وايي چې اسلام بالغ نر او ښځې ته په خپله خوښه د واده کولو اجازه ورکړې ده.

خو مېرمن تبسم عدنان په دې لړ کې له ټولنې شکايت کوي او وايي:

((اسلام او خدای به تاسو ته په خپله خوښه د واده کولو اجازه درکړي خو زموږ د وطن بني ادمان تاسو ته د دې خبرې اجازه نه درکوي.))

XS
SM
MD
LG