د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان خارجه وزیر له خپل افغان سیال سره ویني


د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ملګرو ملتونو د راتلونکې جنرل اسمبلۍ غونډې په موقع د ملاقات کولو اتفاق کړی دی.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډۍ پر مهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس زکریا د یو سوال په جواب کې وینا وه چې تیره اونۍ د ټیلي فون د لارې خارجه وزیر خواجه اصف خپل افغان هم منصب صلاح الدین رباني سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې وې.

دغه ټیلي فوني خبرو کې د جنرل اسمبلۍ د غونډې په موقع د ملاقات په اړه اتفاق هم شوې و.

،، موږ د افغانستان په مشرۍ او ملکیت د تلپاتې سولې او ثبات په اړه د ملاتړ ټینګار کوو. دواړو د بهرنیو چارو وزیران په دې متفق شوي وو چې د جنرل اسمبلۍ په موقع ملاقات وکړي.،،

له تېرې څه مودې راهیسې د پاکستان او افغانستان ترمینځ اړیکې خرابې شوې دي چې له وجې یې د اعلا چارواکیو ملاقاتونه هم د ځنډ ښکار دي.

خو د تېر لوی اختر په موقع افغان ولسمشر اشرف غني خپل پیغام کې ویلي و چې له پاکستان سره هر اړخیزو سیاسي مذاکراتو لپاره تیار دی.

پاکستان د دې په جواب کې ویلي و چې کابل سره له واړاندې نه د خبرو اترو لپاره د رابطو لارې لري.

د سیمه ایزه چارو کار پوه رحیم الله یوسفزی وایي له دواړو ملکونو سره دا یو ښه موقع ده چې پر دوه اړخیزو معاملو خبرې وکړي ځکه چې له ډېره وخته راهیسې د دواړو ملکونو ترمینځ د لوړې کچې رابطې درېدلې دي.

،،خواجه اصف د پاکستان بهرنیو چارو نوی وزیر دی او د افغانستان بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره به لومړی ملاقات کوي او ښاغلی رباني چې له ډیرې مودې راهیسي کار کوي نو په ټولو مسلو خبر دی. دا به یوه ښه موقع وی چې د یو بل خبره واوري چې دوي یو بل وپیژني، د یو بل خبره واوري او بیا کوښښ وکړي چې دغه اړیکو کې کومې ستونزې دي او د یو بل پرضد شکایتونه او تحفظات دي نو چې په دې خبرې وکړي.،،

د ده په وینا چې په یو ملاقات کې دا مسلۍ نه هواریږي خو بیاه هم دوی به یو ښه پیل وکړي او کوښښ به کوي چې داسي نور ملاقاتونه هم وکړي.،،

د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر ډاکټر سرفراز خان په وینا چې د ولس ګډون مختلفو ټولنو لخوا هم افغانستان سره اړیکې د ښه کولو څرګندونې مخې ته راغلې دي.

خو دې زیاتوي، “د اعلی چارواکو ترمینځه یو ملاقات نه بلکې د دې یوه لړۍ پکار ده. خارجه وزیران او سیکټریان د وزیراعظم او د ولسمشر او عسکري مشرانو لپاره د ملاقاتونو لارې جوړوي چې دوی خپلو کې خبرې وکړي. د ملاقاتونو لړې بحالول مشکل کار دی خو دا به وخت اخلي.”

سږ کال په مې میاشت کې د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق په مشرۍ یو پلاوي اړیکې ښه کولو په غرض د کابل دوره کړې وه.

تر دې وړاندې د امنیتي چارواکیو ډلې هم کابل ته تللې وې خو د دې سفرونو مثبتې نیتجي مخې ته نه وې راغلې.

XS
SM
MD
LG