د لاسرسي ځای

تازه خبر

تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل شوه


د خېبر پولیټیکل چارواکو مشال راډیو ته ويلي چې څو شېبې وړاندې يې تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل. دا لاره پاکستاني ځواکونو له پرون ماسپښين راهيسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او امنيتي څار يې سخت کړی و.

په همدې تړاو نن (شنبه) په تورخم کې د پاکستاني او افغان چارواکو ترمنځ پر امنيتي اوضاع او د تورخم دروازې خلاصولو په اړه غونډه وشوه. په غونډه کې د پاکستان امنيتي چارواکو افغان امنيتي چارواکو ته وويل چې تېره ورځ له افغان غاړي يوه نامعلومه کس د دوی پر سرحدي ځواکونو لاسي بم بريد کړی چې په نتيجه کې يې د پاکستان د سرحدي ځواک اته سرتیري او یو ځایي ماشوم ژوبل شول. پاکستاني چارواکو پر افغان امنيتي چارواکو غږ وکړ چې خپلې غاړي ته امنيت ټينګ کړي.

بلخوا د افغانستان د ننګرهار ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږياڼی وايي چې دا بريد په دوی پورې هېڅ تړاو نه لري او په دې پېښه کې اووه افغانان هم ژوبل شوي وو چې په تورخم کې یې درملنه وشوه.

پاکستاني چارواکي وايي چې اوس حالات په کنټرول کې دي او د اسلام اباد لخوا د لارې بيا پرانيستلو له امر وروسته يې تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانيستل.

پر تورخم دروازه د لاسي بم غورځولو سره مسوليت تر اوسه چا نه ده منلی.

XS
SM
MD
LG