د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د ازادي جام کرکټ اتلولي په خپل نوم کړه


د پاکستان او د کرکټ نړيوالې لوبډلې ((ورلډ الېون)) ترمنځ په لاهور کې د ۲۰ اووريزه کرکټ سياليو دريمه او وروستۍ لوبه پاکستان په ۳۳ منډو ګټلې او دا ډول يې د درو لوبو سيالۍ په ۲ـــ ۱ سره په خپل نوم کړې.

د پاکستان بابر اعظم د اتلولۍ او احمدشهزاد د پایلوبې غوره لوبغاړي وګرځول شو.

د جمعې په ماښام د لاهور په قذافي لوبغالي کې شوې پايلوبې پچه د ورلډ الېون لوبډلمشر فاف ډوپليسي وګټل او پاکستان ته يې د بېټنګ بلنه ورکړه.

د پاکستان لوبډلې په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په تاوان ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

د پاکستان له خوا احمد شهزاد په ۵۵ توپونو تر ټولو زياتې ۸۹ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې ورلډ الېون په ټاکل شوو ۲۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په تاوان يوازې۱۵۰ منډې جوړې کړې او لوبه يې بايله.

له دې وړاندې د ازادي جام لومړۍ لوبه پاکستان او دويمه ورلډ الېون ګټلې وه.

په ورلډ الېون لوبډله کې د سوهېلي افريقا، ويسټ انډيز، اسټراليا، بنګله دېش او نيوزي لېنډ لوبغاړي شامل ول چې نن (شنبه) له لاهوره دوبۍ ته روان شول.

په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې پر سري لنکا کرکټ لوبډلې تر بريد وروسته په ۲۰۱۵م کې د زمبابوې لوبډلې د پاکستان دوره کړې وه او له هغه وروسته دا لومړی ځل دی چې نړيوال لوبغاړي پاکستان ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG