د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنجاب کې يو عيسوی اسلام ته د سپکاوي په تور په مرګ محکوم شوی


د پاکستان د پنجاب صوبې په ګجرات ښار کې یو عدالت یوه عیسايي تن ته اسلام ته د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې ده.

د ۳۵ کلن عیسايي وګړي ندیم جېمز وکیل انجم وکیل پرون (جمعه) اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې په ګجرات ښار کې یو عدالت د پنجشنبې په ورځ د هغه موکل ته د مرګ سزا واورول.

ندیم جېمز تېر کال له هغه وروسته ونیول شو کله چې هغه له خپل ملګري سره د موبایل پیغام له لارې یو نظم شریک کړ او ملګري ورباندې د اسلام د سپکاوي تور پوری کړ. د نديم وکیل انجم وکیل زیاته کړې ده چې د سزا پر ضد به عدالت ته خواست کوي ځکه چې د هغه پر موکل د مذهب د سپکاوي تور بې بنیاده دی.

د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې هیومن رایټس واچ تر مخه تېرکال په پاکستان کې ۱۰ مسلمانان او پنځه غېرمسلم وګړي مذهب ته د سپکاوي په تور نیول شوي دي.

د حقونو د دفاع ادارې وايي چې په پاکستان کې اکثره خلک د مذهب د سپکاوي پر ضد قانون د ذاتي انتقام لپاره په کار راولي.

XS
SM
MD
LG