د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان سفير له پاکستاني وزيراعظم سره پر دوه اړخيزه چارو خبرې کړي


د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د جمعې په ورځ د پاکستان له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره لیدلي او پر دوه اړخيزه اړيکو سربېره يې پر يو شمېر نورو چارو خبرې ورسره کړې دي.

د وزيراعظم له دفتره په خپاره شوي بيان کې ويل شوي چې د ملاقات پر مهال وزیراعظم عباسي په سيمه او په ځانګړې توګه په افغانستان كې د سولې او ثبات لپاره د خپل هوډ څرګندونه وکړه. بلخوا زاخیلوال د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخی، كلتوري، اقتصادی او سیاسی اړيکو ته د ودې وركولو لپاره په ګډه پر كار كولو ټينګار وکړ.

نوموړي پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلي چې له وزيراعظم شاهد خاقان عباسي سره يې په ملاقات کې د پاکستان او افغانستان پر اوسنیو اړیکو، د دې پر پراخولو لو او سولې او ثبات په اړه خبرې وکړې.

خبريال او پر افغان چارو نظر لرونکی رحيم الله يوسفزی وايي چې د پاکستان نوي وزيراعظم د افغانستان په شخړه کې دلچسپي اخيستې او افغان سفير هم وخت پر وخت د پاکستان له پوځي او سياسي مشرتابه سره ويني او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پخوا په شان ښې کړي.

((د تېر څه وخت راهيسې د دواړو خواوو چارواکو ډېر سفرونه او ملاقاتونه کړي دي او داسې ښکاري چې پاکستان او افغانستان په سنجيدګۍ سره کوښښونه کوي چې خپل منځي ستونزې هوارې کړي.))

خو په کابل کې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند وايي چې د چارواکو ترمنځ به ملاقاتونه هغه وخت ګټور وي چې دواړه هيوادونه د خپل منځي ستونزو د هواري لپاره په ريښتينې توګه لاس په کار شي.

((پاکستان ته پکار ده چې د افغانستان په اړه په خپله پاليسي کې بدلون راولي. د پاکستان لخوا پر پوله د اغزن تار لګولو پروسه د مستقل دښمنۍ يو تخم کرل دي.))

مومند زياتوي چې د کراچۍ پر بندر د افغان سوداګرو مال په مياشتو مياشتو پروت وي نو پکار ده چې هغوی ته اسانۍ ورکړي او تر څو چې د دواړو هېوادونو تر منځ دا ډول يو شمېر نورې ستونزې نه وي هواري شوي نو دا ملاقاتونه هيڅ ګټه نه لري.

د حضرت عمر زاخېلوال له شاهد خاقان عباسي سره د وزيراعظم په حېث د سوګند پورته کولو وروسته دا لومړی ملاقات و.

XS
SM
MD
LG