د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان بهرنۍ تګلاره کې د ورپېښو چېلنجونو په باب کنفرانس جوړوي


دا کانفرنس به له پنځمه تر اووم سپټمبره پورې وي.

د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف لخوا سبا په اسلام اباد کې په مهمو ملکونو کې د پاکستان د سفیرانو درې ورځنې کانفرنس رابلل شوی دی.

په دې کانفرنس کې به د پاکستان خارجه پالیسۍ ته ورپیښ د چیلنجونو جاج اخېستل کېږي.

په دې لړ کې د تېر زیارت په ورځ د پاکستان خارجه دفتر ویاند نفیس زکریا ویلي وو.

''د پاکستان منتخب سفیران به دې کانفرنس کې ګډون کوي. د پای غونډې مشري به وزیراعظم شاهد خاقان عباسي کوي. د ځینو مهمو بهرنیوچارو په اړه به په دې کانفرنس کې بحث کیږي. د پاکستان خارجه وزیر خپل فرایض سمبالولو پس سمدستي دا فیصله شوې وه چې د سفیرانو کانفرنس به راغواړي."

پوروسږ کال هم د منتخبو سفیرانو غونډه رابلل شوې وه چې پکې هند، چین، افغانستان،امریکا، د ملګرو ملتونو، ویانا او روس کې کارکونکې د پاکستان سفیرانو ګډون کړی وو.

خو دا کانفرنس په داسي وخت کې کیږي چې تیره میاشت د امریکا لخوا د سیمې او افغانستان په اړه نوې پالیسۍ اعلانولو پر وخت ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان خبرداره کړی وو چې امریکا په پاکستان کې د وسله والو پټنځایونو په اړه اوس نوره خاموشه نه شي پاته کېدلی.

پاکستان د امریکا نوې پالیسۍ په اړه خپل سخت ردعمل ښولی وو او ویلي وو پاکستان دا تورونه ردوي.

دې لړ کې پخوانۍ سفیر او بهرنیو چارو کار پوه رستم شاه مهمند وایې چې په داسې کانفرنسونو کې له ګاونډيو او نورو ملکونو سره په معاملو خبرې اترې کیږي.

"ټرمپ انتظامیې چې پاکستان ته کوم خبرداری ورکړی دی چې د حقاني شبکې مرسته ختمه کړي نو په دې کانفرنس کې به تر ټولو لویه خبره هم دغه وي، دا شان بیا له هند سره پر اړیکو، له ایران سره پر تاو تریخوالي او د افغانستان پر معاملاتو به خبرې اترې کېږي او له دې علاوه په چین - پاکستان اقتصادي راهدارۍ او د سیمې سولې او ثبات به هم موضوع وي."

د پاکستان خارجه وزارت په وینا چې دا د معمول کانفرنس دی او د تېرو کلونو په شان سږ کال هم رابلل شوی دی.

XS
SM
MD
LG