د لاسرسي ځای

د پاکستان احتساب قامي اداره وايي چې د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه کورنۍ مالي معاملاتو درې قضیې به په احتساب عدالت کې داخلوي.

د زيارت ورځ په اسلام اباد کې د احتساب ادارې د لوړپوړیو مشرانو تر غونډې وروسته ادارې په خپل یو بیان کې ويلي چې ټولې څلور (۴) قضیې (رېفرنس) به د اسلام اباد او راولپېنډۍ په احتساب عدالتونو کې دایروي چې پکې درې (۳) د نواز شريف او د هغې د کورنۍ او یوه د خزانې وزير اسحاق ډار پرضد ده.

په بیانکې وويل شوي چې د زیارت ورځې غونډه د پاناما اسنادو په اړه د سپریم کورټ له فیصلې سره سمه وشوه چې پکې قضیې د ګډې پلټنیزې ډلې د موادو او معلوماتو پر اساس تیارې شوې دي،

د نوازشريف کورنۍ پرضد منظور کړې شوې لومړۍ قضېه په لندن کې د جايدادونو نه متعلق، دوېمه عزيزيه سټيل مل او په جده کې هل مېټل کمپني جوړولو او درېمه د نوازشريف کورنۍ شپاړس (۱۶) اف شور کمپنيانې لرلو په اړه ده.

په غونډه کې د خزانې وزير اسحاق ډار پرضد منظور کړل شوی قضیه د هغه تر ګټې زیاتې شتمنۍجوړولو په باب دي.

خو پخوانی وزیراعظم نواز شریف او د مالیې وزیر سېنټر اسحاق ډار پر دوی لګېدلي تورونه ردوي.

د قانوني چارو کارپوه او سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن پخوانې مشر قاضي انور وايي چې د نېب لخوا د قضيو تر داخلولو ورستو د احتساب عدالت جج به ملزمانو ته یاداښتونه (نوټس) لېږي چې عدالت ته دې حاضر شي او ورته به د قضیې (رېفرنس) نقل سپاري چې دا تورونه درباندې لګېدلي دي.

د نوموړي په وينا چې عدالت به نېب ته وايي شهادت دې وړاندې کړي او ملزمانو ته به وايي چې د خپل وکيل له لارې دې په دې تورونو جرح وکړي، د الزام په ثابتېدو سزا کېږي او که نه وو خوشې به شي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د احتساب عدالت پر فیصله په های کورټ کې اپيل کېدلای شي؟ قاضي انور وايي چې ملزم ته بالکل دا حق ترلاسه دی چې د سزا پرضد اپيل وکړي.

د پاکستان سپريم کورټ د جولای پر ۲۸مه د پاناما اسنادو د قضیې په اړه په خپله پرېکړه کې نواز شریف نااهله کړ چې تر هغه وروسته نوموړي د وزیر اعظمۍ له دندې استعفا ورکړه.

د نواز شريف وکيل خواجه حارث په پاناما اسنادو کېس کې د نااهلۍ او د نېب کېسونو پرضد په سپريم کورټ کې د اګست په پنځلسمه (۱۵) او شپږويشتمه (۲۶)د نظر ثانۍ څلور درخواست داخل کړي دي.

XS
SM
MD
LG