د لاسرسي ځای

د ترهګرۍ په باب د بریکس اعلامیه، اسلام اباد رد کړه، کابل وستایله


د برازيل ولسمشر میشل تېمر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چين ولسمشر شي جینپینګ د سويلي افريقا لومړی وزیر جېکب زوما او د هند لومړی وزیر نرېندر مودي د بریکس سرمشریزه کې

پاکستان د نړۍ پنځو پرمختیايي هېوادونو سازمان برېکس اعلاميه په ردولو سره ويلي دي چې په سويلي اسيا کې د سختدريځۍ او ترهګرۍ په پېښو اندېښنې لري.

د پاکستان د خارجه دفتر وياند نفيس زکريا د نهې په ورځ د بریكس اعلاميې په باب ويلي دي چې د افغانستان پشمول دې منطقه كې موجودې وسله والې ډلې لکه تحريک طالبان پاكستان، جماعت الاحرار او ځنې نورې ډلې پر پاكستان کې د ترهګرۍ په کارروايانو کې ککړې دي،

د نوموړي وينا وه چې پاکستان د افغانستان په هغه سيمو چې د حکومت تر کنټرول لاندې نه دي د داعش، ختيز تركستان اسلامي غورځنګ او ازبکستان اسلامي غورځنګ غوندې وسله والو ډلو په موجودګۍ اندېښنې لري ځكه چې دا ډلې په منطقه کې د امن او کرارۍ لپاره خطر دي او پاکستان په دې سيمه کې د سختدريځۍ نظرياتو او نه – زغم (عدم برداشت) كې په اضافه هم اندېښنه لري.

د خارجه دفتر وياند په خپل بيان کې تحريک طالبان پاکستان یاد کړی خو د لشکر طيبه او جیش محمد په اړه یې هېڅ غبرګون نه دی ښودلی چې د بریکس په اعلاميه کې نومونه اخېستل شوي دي.

د ذکر ده چې د برازيل، روس، هند، چين او سويلي افريقا هېوادونو سازمان بریکس د ګل پرورځ د سرمشرېزې تر غونډې وروستو په خپله یوه ګډه اعلاميه کې په افغانستان کې د وسله والو طالبانو، القاعدې او له داعش سره سره د حقاني شبکې، لشکر طيبه، جیش محمد، تحريک طالبان پاکستان او د ځینو نورو وسله والو ډلو ترهګري غندلې ده.

بلخوا د افغانستان حکومت د بریکس سازمان د هغه بیان هرکلی کړی چې په افغانستان کې يې د وسله والو طالبانو، داعش او نورو ډلو تاوتريخوالی یا تشدد غندلی دی.

د افغان چارواکو په وينا چې ترهګري ېواځې افغانستان ته نه بلکې ټولې سیمې ته ګواښ دی او هغه هېوادونه چې د سله والو ملاتړ کوي او ورته په خپله خاوره کې ځای ورکوي له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر دغو هېوادونو فشار راوړل شي.

د دې ترڅنګ د پاکستان دفاع وزير خرم دستګير ويلي دي چې هېواد یې پر خپله خاوره د وسله والو ډلو پرضد کاروايانې کړي دي او چې کوم لږ ډېر پاتې دي نو د هغوی نابودولو لپاره هم هلې ځلې روانې دي.

د نهې پر ورځ په اسلام اباد کې خبريالانو سره په خبرو کې خرم دستګير وويل پاکستان کې د هېڅ یوې وسله والې ډلې خوندي پناه ګاه نه شته او د افغانستان حکومت د ملک په اووه پنځوس (۵۷) فيصده سيمه کنټرول لري او په پاتې څلويښت (۴۰) فيصده سيمه يې کنټرول نه شته نو دغه ټوله سيمه د وسله والو لپاره خوندي پناه ګاوې دي.

واضحه دې وي چې د اګست پر یويشتمه (۲۱) نېټه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه د خپلې ستراتیژۍ اعلانولو پر وخت پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې د وسله والو ډلو له مرستو لاس واخله.

خو پاکستان بیا بیا دا تورونه ردوي او وايي چې په هېواد کې یې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نه شته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG