د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روهنجیا مسلمانانو سره د زور زیاتي په خبرونو د پاکستان اندېښنه


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دفتر په میانمار کې له روهنجیا مسلمانانو سره د ظلم زیاتي او په زوره له خپلو سیمو د شړلو په خبرونو اندېښنه ښودلې.

د اتوار په ورځ د پاکستان بهرنيو چارو دفتر وياند لخوا جاري شوي يو بيان کې ويل شوي دي چې د ميانمار حکومت دې د دې معاملې پلټنې وکړي.

د بیان ترمخه چې د ميانمار حکومت دې د روهنجيا مسلمانانو حقونو لپاره زغرده ګامونه پورته کړي او په دې کې د زمه وارو پرضد دې کاروايي وکړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې پاکستان به نړيواله ورورولۍ او په خصوصي توګه د اسلامي ملکونو له تنظيم (او ای سي) سره په ګډه په دې لړ کې کار کوي.

د روهنجيا مسلمانانو په اړه د مختلفو هېوادونو، مدني ټولنو، سياستوالواو نورو بشري حقونو لپاره کارکونکيو هم اندېښنې ښودلې.

د بشري حقونو لپاره کار کونکې فرزانه باري وايي چې د روهنجيا مسلمانانو سره ظلم د برداشت وړ نه دې په دې اړه به نه يواځې پاکستان بلکېپه نړيواله کچه اواز اوچتول پکار دی.

(تر ټولو لومړی خو دې هلته د ملګري ملتونو څارونکي او امن پرځایکونکی ځواک ولاړ شي او چې په کومو کومو ځايونو کې مسلمانان اوسېږي، هغه دې په خپله ولکه کې واخلي او د هغوی تحفظ دې يقني کړي.دويمه دا چې نړيوال عدالت دې مسلمانانو ته د هغه ځای ځايي شهريت يا شناخت ورکړي چې د ميانمار حکومت یې نه مني او په دې کې د پاکستان پشمول په نورو هېوادونو او د ميانمار مسلمانانو ته فريق جوړېدل پکار دي. بله دا چې کوم خلک د ظلم زياتي له وجې له خپله وطنه کډې باروي که هغه بنګله دېش ته ځي او که بل ملک ته نو هغه ملکونو دې د دوی پرمخ خپلې پولې پرانیزي او دوی ته دې د کډوالو حیثت ورکړي او د دوی حفاطت دې وکړي.)

هم په دې اړه د بهرنيو چارو يو کار پوه اياز وزير مشال ريډيو ته ووېل چې پاکستان له ډير وړاندې په دې اړه خپل بيان ورکولو پکار وو.

نوموړي زياته کړه چېلههېوادونو سره سفارتي اړيکې په خپل ځای خو په برما کې د مسلمانانو لپاره اواز اوچتولو په خصوصې توګه د بشري حقونو خبره ده.

(دېر ايد درست ايد .. پکار ده چې دا بيان دېر وړاندې راغلی وی کله چې سوچ وکړو نو د دې سيمې کشالې ډېړې دي هم دا شان ظاهره ده په تعلقات هم پکار دي چې پاکستان د ټولو خيال وساتي خو په روهنجيا کې ډېر زيات ظلم روان دی. پاکستان ته په سختۍ سره د دې خلاف اواز اوچتول پکار وو. مذهبي تړون خو په خپل ځای که دا يو اړخ ته کړو نو ټوله نړۍ وايي چې د بشري حقونو خلاف ورزي دې نه کېږي که هغه هېوادونه کوي او که انسان يې کوي.)

د راپورونو تر مخه په روهنجينا کې په مسلمانانو ظلم زياتۍ پېښو کې لوی شمېر کې مسلمانان وژل شوي او له خپله وطنه شړل شوي او قريبا ۲۵۰۰ نه زيات کورونه يې سوځول شوي دي.

د ملګرو ملتونو کډوالو ادارې يو اين ايچ سي آر تر مخه تر اوسه پورې نېږدې 60 زره روهنجيا مسلمانان ګاونډي هېواد بنګله ديش ته تللي دي

بل خوا د بشري حقونو تنظيم هيومن رايټس واچ په خپل يو بيان کې ويلي دي چې د سيټلائټ نه اخيستې شوي يو عکس تر مخه داسې معلومېږي چې کورنه د ميانمار پوځ سوځول دي.

د مطبوعاتو د راپورونو تر مخه د روهنجيا د مسلمانانو او مينمار پوځ تر مينځه شخړو کې نېږدې ۴۰۰کسان وژل شوي دي.

ياده دې وي چې د روهنجيا مسلمانانو ته د ميانمار شهريت يا شناخت ورکولو حق نشته او د مودوراهسې هلته د اوسېدو باوجود دغه خلک غېر قانوني اوسېدونکي ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG