د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوه: پر پوله اغزن تار لګوو او پوځي کلاوې جوړوو


د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جاويد باجوه
د پاکستاني پوځ مشر، جنرل قمر جاويد باجوه

د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمرجاوېد باجوه ويلي چې که نړيوال طاقتونه د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان ملاتړ نه کوي نو د ناکاميوو زمه واري دې هم پر اسلام اباد نه اچوي.

د پاکستان د دفاع د قامي ورځ پر مناسبت د چارشنبې په ماښام پنډۍ کې يوې غونډې ته په وېنا کې جنرل باجوه وويل: "د امريکې سره د اړيکو په اړه د قام جذبات واضح دي. موږ مرستې نه عزت او باور غواړو. بايد زموږ قربانۍ ومنل شي. موږ د امريکا او ناټو د هر هغه عمل ملاتړ کوو چې په سيمه کې په عمومي او په افغانستان کې په خصوصي توګه د امن لار هواروي خو زموږ امنيتي اندېښنو ته هم بايد پام وشي."

د وسله والو پرضد جګړه نظرياتي ده چې د کاميابۍ لپاره يې د قام جذبه او ملاتړ ضروري دی. پوځ وسله وال ختمولی شي خو د سخت دريځۍ ختمولو لپاره د ولس پراخه ملاتړ پکار دی

باجوه زياته کړه چې د افغانستان جنګ په پاکستان کې نه شي کولی خو دا ضرور کولی شي چې په پاکستان کې موجود کډوالو په درناوي سره په بېرته تللو کې مرستې وکړي. هغه وويل چې پاکستان به د خپلو سرحدونو ساتنه کوي او دې لړ کې پر پوله ۲۶۰۰ کلوميټره باړ لګول کېږي. همداراز له ۹۰۰ څخه زياتې پوستې او پوځي کلاګانې جوړوي.

نوموړي دا خبرې تر هغې وروسته کړې چې تېره ورځ په چين کې د بريکس په نامه مخ پر ودې هېوادونو ټولنې وويل پاکستان میشتې وسله والې ډلې د سیمه ییز امنیت لپاره د اندېښنې وړ دي او هغوی چې د دوی ملاتړ کوي باید حساب ورسره وشي. په بریکس کې چين، روس، هند، برازيل او جنوبي افریقا شامل دي.

د امريکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست په يوویشتمه د افغانستان لپاره د خپلې ستراتيژۍ د اعلان پر مهال ويلي وو چې پاکستان دې د وسله والو ډلو له مرستې لاس واخلي.

اسلام اباد دا تورونه رد کړې او وايي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د دوی قربانۍ له پامه غورځول شوې دي.

بحث: د نړيوالو نيوکې او د پاکستان غبرګون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:23:18 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG