د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین د افغانستان او پاکستان خرابې اړیکې ښې کولای شي؟


د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

چین وايي ، په افغانستان کې د سولې رامنځ ته کېدو لپاره د داسې هلو ځلو ملاتړ او مرسته کوي چې د افغانانو ترمنځ او افغانان یې مشري کوي.

دا خبره د چین د بهرنیو چارو وزیر - وانګ یي – د جمعې په ورځ په بیجینګ کې له خپل پاکستاني سیال خواجه اصف سره خبرې غونډې ته د وینا پرمهال وکړه.

هغه وویل ، هیواد یې دې ته هم تیار دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې د ښه والي راوستلو لپاره خپل رول ولوبوي.

اوس پوښتنه دا ده چې چین په داسې وخت کې څومره اغېزلرلای شي چې هم د پاکستان تر ټولو ښه دوست او هم له افغانستان سره ښې اړیکې لري؟

د سیاسي او سیمه ییزو چارو کارپوه افراسیاب خټک وايي ، که چین رښتیا هم دا کار کول وغواړي نو کولای یې شي.

افراسیاب خټک وویل پخوا چین ډېر محتاط وو او په سیمه ییزو چارو کې یې ډېره فعاله ونډه نه اخیسته خو په دې تېرو دوو یا درو کلونو کې ډېر فعاله شوی دی.

هغه زیاته کړه چې “د افغانستان د شخړې د هواري لپاره یې یو ځانګړی استازی ټاکلی دی چې اسلام اباد ته راغلی وو ، بیا کابل ته ولاړی ، د چین د بهرنیو چارو وزیر کابل ته تللی وو او بیا اسلام اباد ته راغلی او هم داسې چین اسلام اباد ته خپل نوی سفیر هم هغه کس ټاکلی دی چې اوس مهال په کابل کې دی. نو زما په خیال چین دې خبرې ته ډېر جدي دی”.

که څه هم پاکستان انکار کوي خو تر افغانستان ، امریکا او هند وروسته په نړۍ کې د پنځه لوی اقتصاد لرونکو هیوادونو بریکس نومي سازمان هم غوښتنه کړې چې د طالبانو ، حقاني شبکې ، لښکر طیبه ، جیش محمد او حذب التحریر په ګډون دې د یو شمېر نورو ډلو پرضد جدي ګامونه پورته شي.

پر پاکستان تور دی چې دې یادو شوو ډلو ته یې پټنځایونه ورکړي دي خو اسلام اباد یې نه مني.

په دې غوښتنه کې چین هم شامل وو. افراسیاب خټک وايي ، پر پاکستان فشار اچول په خپله د چین هم په ګټه ده.

افراسیاب خټک وویل ، “ چین دا کار ځکه وکړ چې دې هیواد چې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره کوم پلان جوړ کړی دی نو ترهګرۍ یا سخت دریځي د هغه پلان په وړاندې خنډ ده. نو چین دې ته هم تیار دی چې د پاکستان غوندې نژدې ملګری پر دې قانع کړي چې دا لاره نور د چلېدو نه ده”.

پاکستان وايي ، دوی په سیمه کې امن پر ځای ساتلو ته ژمن دي خو افغانستان په وار وار د پاکستان د تر ټولو ښه دوست چین په ګډون له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې اسلام اباد پر دې مجبور کړي چې د افغان حکومت پرضد د جنګېدونکو وسله والو طالبانو او نورو ډلو له ملاتړه لاس واخلي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیمه ییزو چارو شنونکی نصرالله ستانکزی وايي ، دا د افغانستان لپاره ډېره د خوشالۍ خبره ده چې چین یې د دریځ ملاتړ کړی دی.

نصرالله ستانکزي وویل ، “ زما په خیال خو به دا د افغانستان لپاره ډېره د خوشالۍ خبره وي چې چین خپل نژدې ملګري پاکستان ته اوس د ملامتۍ ګوته نیولې ده. که چېري چین له امریکا ، هند او افغان حکومت سره په ګډه د تګلارو په جوړولو کې همکاري وکړي او پاکستان وهڅوي چې په دې لړ کې د افغانستان مرسته وکړي نو دا به د چین هم په ګټه وي” .

د سیاسي او امنیتي چارو کارپوهان وايي ، چین به ځکه په سیمه کې د امن لپاره کار کوي چې نه یوازې د شاوخوا ۵۸ اربه ډالرو په لګښت له خپل کاشغره د پاکستان تر ګوادره پراخه اقتصادي راهداري جوړوي بلکې په افغانستان کې یې هم پراخه پانګونه کړې ده.

XS
SM
MD
LG