د لاسرسي ځای

د نړۍ غوره پوهنتونونو په يوه سروې کې راغلي چې سږ کال له ټول پاکستانه يواځې څلور پوهنتونونه د نړۍ په ۱۰۰۰ غوره پوهنتونونو کې شامل شوي چې پروسږ کال یې شمېر اووه وو.

د اسلام اباد قايداعظم پوهنتون، کومسېټس انسټيټيوټ اف انفارمېشن ټېکنالوجي، نسټ (نېشنل يونيورسټي اف ساينس اېنډ ټېکنالوجي) او د فېصل اباد زرعي پوهنتون په دغه نوملړ کې شامل کړې شوې دي.

د درجه بندۍ په نوملړ کې

۱- قايداعظم پوهنتون له ۴۰۱ -۵۰۰ ترمنځ

۲- کومسېټس انسټيټيوټ اف انفارمېشن ټېکنالوجي له ۶۰۱ – ۸۰۰ترمنځ

۳- نېشنل يونيورسټي اف ساينس اېنډ ټېکنالوجي (نسټ) له ۶۰۱ – ۸۰۰ترمنځ

۴- زرعي پوهنتون فېصل اباد له ۸۰۱ – ۱۰۰۰ ترمنځ

په ۱۰۰۰ غوره پوهنتونونو کې د پاکستان ګاونډي هېوادونو چين ۶۰، د هند ۳۰ او د ايران ۱۱ پوهنتونونه شامل دي.

په دغه نوملړ کې د برتانيا اکسفورډ پوهنتون په لومړي، کېمبریج په دوېم، د کېليفورنيا انسټيټيوټ اف ټېکنالوجي او سټېنفورډ پوهنتون په شريکه په درېم نمبر راغلي دي.

پروسږ کال په دې نوملړ کې د پاکستان اووه پوهنتونونه شامل وو خو سږکال ترې آغاخان پوهنتون، لمز، نمل، بیکن هاوس پوهنتون، فاسټ لاهور سکول اف اکنامکس، اي بي ای او غلام اسحاق خان انسټيټيوټ اف انجنیېرنګ ساينس اينډ ټېکنالوجي اېستل شوي دي.

علتونه د کارپوهانو له انده:

د تعليمي چارو کارپوه او استاد نورالامين يوسفزی وايي چې د نړيوال تحقيق لپاره چې کوم معيار او د هغې لپاره کوم وسايل پکار دی نو هغه په پاکستان کې نه شته. بله دا چې د پاکستان زياتره پوهنتونونه د کالج برابر دي يانې د تحقيق معيار يې د پوهنتونونو برابر نه دی.

"د نړۍ په ۵۷ اسلامي هېوادونو کې چې په ټول کال کې دومره ساينسدانان نه جوړوي څومره چې يواځې واشنګټن ډي سي پېدا کوي، په دې ټوله اسلامي نړۍ کې داسې يو ملک هم نه شته چېرته چې د تعليم شرح په حقيقي معنو کې تر ۵۰ فيصده زياته وي."

د نورالامين يوسفزي په وينا چې تر ټولو لويه ذمه واري د يو هېواد د سياستوالو جوړېږي چې د هر ګام لپاره د نورو ادارو خلک له ځانه سره واخلي خو دلته کوم داسې نښې په نظر نه راځي.

په پېښور پوهنتون کې د فزیکس څانګې مشر او استاد ډاکټر ياسين اقبال يوسفزی وايي چې تعليم دلته لومړيتوب نه دی، يواځې په خېبر پښتونخوا کې اتلس پوهنتونونه څو کاله بې له وايس چانسلره چلېدلي او چې کله واخېستل شو نو هم د وړتيا پر بنياد نه بلکې د خپلو خپلوانو او رشتو په بنياد اخېستل شوي نو په داسې حال کې به د تعليم معيار څه مخ پر وړاندې لاړ شي.

د تعليمي چارو کارپوه ډاکټر خادم حسېن وايي چې څومره د سختدريځۍ فکر په مخکې ځي نو هومره د تحقيق فکر وروستو ځي او يا ګناه ګڼل کېږي. بله دا چې په سماج کې څومره تنګ نظري زياتېږي نو د نوي تحقيق لارې بندول کېږي او هم دا وجه ده چې دلته نوی تحقيق ډېر کم شوی.

"په تېرو څو کلونو کې د سختدريځۍ او تنګ نظرۍ عمل ډېر شوی د کوم له کبله چې تحقيقونه مخ پر وړاندې نه ځي، د هم دې له کبله د بهر هېوادونو څېړنکاران دلته نه راځي. د دې هېواد د پوهنتونونو او د سيمې د نورو پوهنتونونو ترمنځ ګډې څېړنې هم نه کېږي ځکه چې که وګورئ نو نزدې ګاونډي هېوادونو کې د درې سره چې کله جنګ وي په داسې حال کې به څنګه څېړنې په ګډه وشي."

ډاکټر خادم حسېن وايي چې ټوله نړۍ کې د درجه بندۍ معيار لپاره څو شرطونه ټاکل شوي کوم چې ټوله نړۍ منلي هم دي.

۱۔ په يو پوهنتون کې د تحقيق معيار او مقدار څومره دی.

۲۔ څومره مقالې چاپ شوي او د هغې حوالې په نورو څومره تحقيقونو کې ورکړل شوي دي.

۳۔ د نړيوال مارکيټ هنرونه څومره مخ پر وړاندې تللي دي.

۴۔ د يو پوهنتون انتظام څنګه دی او په جهاني معيار پوره خېژي يا نه؟

۵۔ په يو پوهنتون کې نړيوال زده کوونکي او استاذان څومره دي.

نو هم د پورته ذکر شوو شرطونو په بنياد دې د پاکستان ټولې ادارې وکتل شي په خپله به معلومه شي چې د پوهنتونونو او څېړنو معيار چرته دی.

XS
SM
MD
LG