د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزيرانو خبرې کړې دي


د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزیران روانه میاشت د امریکا په نیویارک کې کېدونکې د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال په ملاقات سلا شوي دي. دا غونډه د روانې سپتمبر مياشتې پر ۱۹مه پیلېږي.

اسلام اباد کې د بهرنيوو چارو وزارت په خبرپانه کې د سپتمبر په شپږمه نېټه وويل چې پاکستان له افغانستان سره سیاسي ،اقتصادي ، تجارتي او دفاعي مرستو زیاتولو ته تیار دی. د دې خبرپاڼې ترمخه د بهرنيوو چارو وزير خواجه محمد آصف د خپل افغان سيال صلاح الدین رباني سره پر ټېليفون خبرې کړې دي او د همکاريوو پر زياتولو يې ټينګار کړی دی.

خواجه محمد آصف
خواجه محمد آصف

په پېښور کې خبریال او د افغان چارو تجزیه کار شمیم شاهد مشال راډیو ته د دې ټېليفوني رابطې په اړه وویل چې دا ډېر ښه ګام دی ځکه چې د دواړو خواوو ولسونه د يو بل سره ښې اړيکې غواړي. خو هغه زياتوي بايد هغه لامل ولټول شي چې د دې خبرو د ودرېدو سبب شوی وو.

د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو دا پېل ښه ګام دی او که دوام ومومي نو اعتماد سازۍ ته به لار هواره کړي

په دې وروستيوو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي وو چې پاکستان سره هر اړخيزو مذاکراتو ته تيار دی. د پاکستان بهرنيوو چارو وزير خواجه محمد آصف هم د دې بيان هر کلی کړی وو او ويلي يې وو چې کابل سره ښه تعلق غواړي.

بلخوا د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو ته ويلي چې د صلاح‌الدین رباني او پاکستاني سیال‌خواجه اصف د خبرو پر ايجنډا تر دې وروسته کار کېږي.

صلاح الدين رباني
صلاح الدين رباني

دا ملاقات تر هغې وروسته ترتيب شوی چې د اګست په يوويشتم تاريخ د افغانستان لپاره د امريکې نوې ستراتيژۍ کې پر پاکستان د وسله والو د خوندي ځايونو له وجې نيوکې وشوې. اسلام اباد دا تورونه ردوي او وايي چې ترهګرو ځپلو ته ژمن دي.

څيړونکی طاهرخان وايي که د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وزیرانو په کچه خبرې کيږي، نو دا ښه پېل دی او که دوام وکړي د دواړو ترمنځ بې باوري ختمولی شي.

XS
SM
MD
LG