د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی خارجه وزیر ایران ته تللی


د پاکستان بهرنیو چارو وزیر خواجه محمد اصف د دوشنبې په ورځ د تهران ملاتړ ګټلو په موخه په یوه ورځني سفر ایران ته تللی دی. نوموړی د همدې لپاره تېره اوونۍ چین ته تللی وو.

د پاکستان سرکاري رسنۍ د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له خولې ویلي چې ​خواجه اصف به د ایران له ولسمشر حسن روحاني او له خپل ایراني سیال جواد ظریف سره پر دوه اړخېزو اړیکو ، پر سیمه ییزو امنیتي حالاتو او په تېره د افغانستان په باب و ږغېږي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر تر هغه وروسته د خپلو ګاونډیو او سیمه ییزو هېوادنو سفرونه پیل کړي چې په تېر اګست میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغانستان او سیمې لپاره د خپلې نوې تګلارې اعلانولو پر مهال پاکستان وسله والو ډلو ته په پناه ورکولو تورن کړ.

ډونالډ ټرمپ همداشان پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې د وسله والو ډلو له مرستو دې لاس واخلي. خو پاکستان د هغه تورونه رد کړي او وايي چې په دې هېواد کې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نه شته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت څو ورځې وړاندې ویلي و چې د دې هېواد د بهرنیو چار وزیر به پر سیمه ییزو هېوادونو سربېره د روس او امریکا سفر هم وکړي، خو د دغو سفرونو د نېټو په اړه یې لا تر دې دمه څه نه دي ویلي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG