په پاکستان کې د پاک سرزمين ګوند مشر مصطفی کمال ادعا کړې چې د ده او د متحده قامي موومنټ پاکستان ترمنځ سياسي اتحاد ترشا د اسټيبلشمنټ لاس و. مصطفی کمال د خالي په ورځ په کراچۍ کې یوې خبري غونډي ته په وينا کې وويل چې له تېرو اتو مياشتو راهېسي ((ايم کيو ايم پاکستان)) ګوند فرمایشي پروګرام کولو.