د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: مرور سیاسي مذهبي مشران بیا ملګري شوي دي


د سیاسي چارو پوهان وايي په سیمه ایزه او نړیواله کچه د بدلونونو له کبله د پاکستان پوځي اسټیبلیشمنټ غواړي چې د دوه زره اتلسم په انتخاباتو کې هغه ګوندونه په واک کې راشي چې د پوځ خبره مني.

د پاکستان دریو مذهبي سياسي ګوندونو جماعت اسلامي ، جميعت علما اسلام (ف) او جميعت علما (س) د متحده مجلس عمل په نوم د سیاسي اتحاد بیا راجوړولو اعلان کړی دی.

دا اتحادپه وړومبي ځل په ۲۰۰۲ م کال کې هغه وخت جوړ شوی وو کله چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ او د پاکستان پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم د امريکايي برید مرسته وکړه.

پرويز مشرف هم ، چې دا وخت په دوبۍ کې دی د جمعې په ورځ د یو لوي سیاسي اتحاد جوړولو اعلان کړی دی. هغه ادعا کوي چې په دې اتحاد کې ورسره ۲۳ سياسي ګوندونه ملګري دي.

بلخوا د مشرف پخواني ملاتړه سياسي ګوند متحده قامي مومنټ پاکستان او پاک سرزمين ګوند هم د سياسي اتحاد جوړولو اعلان کړی.

د سیاسي چارو پوهان وايي په سیمه ایزه او نړیواله کچه د بدلونونو له کبله د پاکستان پوځي اسټیبلیشمنټ غواړي چې د دوه زره اتلسم په انتخاباتو کې هغه ګوندونه په واک کې راشي چې د پوځ خبره مني.

د پيښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې استاد اعجاز خټک وايي پوځي اسټیبلیشمنټ غواړي چې د هیواد بهرنیو چارو د پالیسۍ جوړول د دوي په واک کې پاتې شي او هم دغه وجه ده چې د خپل ملاتړي ګوندونه په واک کې راوستل غواړي.

نوموړې زیاتوي په پاکستان کې مذهبي سياسي ګوندونه، متحده قامي مومنټ پاکستان،پاک سرزمين پارټي او مشرف چې پخواني پوځي امر دی ، دا ټول اسټېبلېشمنټ پلوه دي نو اسټېبلېشمنټ هم غواړي چې دا ګوندونه په واک کې راشي.

خو د پېښور پوهنتون د پاکستان د مطالعاتو د څانګې مشر فخرالاسلام له دې سره اتفاق نه کوي او وايي چې هر سياسي ګوند غواړي چې د ۲۰۱۸ م کال د انتخاباتو په نتيجه کې په واک کې راشي نو ځکه دوی له يو بل سره اتحاد جوړه وي او د سياسي ګوندونو ایتلافونو جوړولو تر شا پوځ لاس نه لري.

په سیند صوبه کې د پګاړه ، متحده قامي مومنټ او ليګ د مختلفو څانګو اتحاد جوړول کيږي چې دارنګ له دې صوبې پيپلزپارټي ختمه کړل شي. همداراز متحده مجلس عمل چې د ملا/پوځي اتحاد په نامه مشهور شوی و ،اوس بيا جوړيږي خو دا نه شو ويلی چې دا وار یې ترشا پوځ دی او کنه؟ بهرحال دوی په اخیره کې هم د مقتدر قوتونو سره يوځای کيږي.

په لاهور کې د سياسي چارو پوه امتياز عالم وايي ښکاري داسې چې په کراچۍ کې د متحده قامي مومنټ پاکستان او پاک سرزمين پارټۍ اتحاد تر شا د اسېټبلشمنټ لاس دی .

نوموړي وویل چې په سیند صوبه کې د پګاړه ، متحده قامي مومنټ او ليګ د مختلفو څانګو اتحاد جوړول کيږي چې دارنګ له دې صوبې پيپلزپارټي ختمه کړل شي. همداراز متحده مجلس عمل چې د ملا/پوځي اتحاد په نامه مشهور شوی و ،اوس بيا جوړيږي خو دا نه شو ويلی چې دا وار یې ترشا پوځ دی او کنه؟ بهرحال دوی په اخیره کې هم د مقتدر قوتونو سره يوځای کيږي.

په پاکستان کې د سياسي ګوندونو اتحادونه پر داسې وخت جوړيږي چې که يو خوا په دې هيواد کې عامو انتخاباتو ته شاو خوا شپږ مياشتې پاتې دي نو بلخوا امريکا له هند سره د ترهه ګرۍ پرضد د اوږه په اوږه ودريدو او په پاکستان کې د ترهګرو د پټن ځايونو د نه زغملو ويلي دي. بلخوا هندوستان د ايران د چابهار لارې افغانستان ته مرستې ليږل هم پېل کړي.

د کارپوه اعجاز خټک په خبره په داسې حالاتو کې بايد د پاکستان دننه يو داسې پياوړی جمهوري حکومت جوړ شي چې ددی هيواد د بهرنيوچارو پاليسيانې د پاکستان او سيمې په ګټه جوړې کړي.

XS
SM
MD
LG