دپنجاب صوبې چکوال ضلعې ته نیزدې ډوک پټهان نوميسيمه کې یو بس کندې ته لوېدلی چې په نتیجه کې يې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان دي.
د چکوال ضلعې د پوليس چارواکي وايي ، دا پېښه د چارشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوې ده چې یو بس د تېز رفتارۍ له کبله د چلوونکي له واکه وتلی دی.
چارواکي وايي چې د چارشنبې په ماښام د تبلېغي جماعت يو بس د خیبر پښتونخوا له کوهاټه د پنجاب صوبې رايونډ سیمې ته روان وو چې د تیز رفتارۍ له کبله یوې کندې ته لوېدلی دی.
دا تر اوسه نده څرګنده چې په دې پېښه کې وژل شوي کسان یوازې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ وو که نه د نورو سیمو کسان هم پکې شامل وو.
د چارواکو په وینا ، په بس کې سپاره کسان په رایونډ کې د تبلغیانو هغې کلنۍ اجتماع ته روان وو چې هر کال پکې د پاکستان په لسګونه زره کسان ګډون کوي.
د چکوال ضلعې د تله ګنګ تاڼې پوليس چارواکي اسد عباس مشال راډيو ته وویل چې وژل شوي کسان خپلو خپلوانو ته رسوي او ټپي شوي کسان وار له مخه د تله ګګنګ روغتون ته وړل شوي او تر درملنه لاندې دي.
په پاکستان کې وخت نا وخته داسې پېښې رامنځ ته کېږي خو پر لویو لارو بې بیا شمېر د نورو پرتله زیات ښودل کېږي.