د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تکرار کړې چې هلته د وسله والو پټنځایونه نشته


د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ناټو باید د افغانستان پر هغو سیمو توجه ورکړي کومې چې د دوی په وینا ، د افغان حکومت په واک کې نه دي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان بهرنیو چارو د دفتر ویاند محمد فېصل په افغانستان کې د ناټو ځواکونو سېکټري جنرل او په اسلام اباد کې د امریکايي سفیر د بیانونو په غبرګون کې ویلي چې پاکستان کې په منظمه توګه د وسله والو ډلو موجودګي نشته.

محمد فېصل خپلو خبرو کې ویلي ، "موږ تمه لرو چې واشنګټن او کابل به افغانستان کې مخ په زیاتیدونکې غېر حکومتي علاقو په اړه د پاکستان اندېښنو ته جواب وایي".

نوموړي په پاکستان کې د وسله والو د پټنځایونو په اړه وویل ، " موږ په مکمله توګه دا بې بنیاده تورونه ردو".

محمد فیصل ادعا وکړه چې په افغانستان کې شاوخوا ۴۵ فیدصه سیمه د حکومت ترواک لاندې نه ده طالبان د دې سیمو نه کار کوي او نه یوازې افغانستان بلکې پاکستان هم متاثروي.

فېصل وايي، دا هغه علاقه ده چې ناټو له پرې توجو ورکول پکار ده او دا دې یقیني کړي چې نه یوازې تشدد بلکې ترهګري هم ختمه کړي.

هغه وویل ، پاکستان په تېرو څلورو کالو کې د ترهګرې پرضد کامیابه پوځي عملیات ضرب عضب او خېبر فور کړي دي او د ردالفساد عملیات هم روان دي.

ده دا هم وویل چې د سخت دریځې مخنیوي لپاره په نړیواله کچ هڅې پکار دي.

په وړمه ورځ برسلز کې د ناټو ځواکونو سېکټري جنرل ینز سټولټنبرګ یو پرېس کانفرنس ته ویلي و چې دوی په پرلپسې توګه د وسله والو پټنځایونه له پاکستانه سره په خبرو کې یادوي.

بلخوا د پاکستان لپاره د امریکا سفیر ډېوډ هېل هم د نومبر پر ۶مه نېټه وویل ، پاکستان باید د وسله والو ډلو پرضد پرېکنده ګامونه واخلي.

شنونکی او خبریال طاهر خان وایي چې د امریکایي چارواکو د بیانونو نه ښکاري چې د هغوی اوس هم تحفظات شته.

د طاهر خان په وینا ، بل پلو تېره اونۍ له امریکا خپور شوی هغه یو رپورټ د پاکستان لپاره یو دلیل دی کوم چې د افغانستان په زیاتو سیمو کې د طالبانو د واک خبره کوي.

دی زیاتوي چې که دغه رنګ بې باورۍ وي او د میډیا له لارې بیانونه راځي نو کېدای شي دواړو ملکونو ترمنځ اعتماد ته نقصان ورسي.

ده وویل پاکستان په خپل دريځ ټينګ ولاړ دی چې وسله وال دلته نشته او امریکا بل څه وایي نو چې کله اختلاف راشي ببا د خبرو د لارې د مسلې حل راویستل پکار دي.

روانه اونۍ په اسلام اباد کې د امریکا او پاکستان ترمنځ د خبرو څلورم پړاو پرمهال د پاکستان خارجه وزیر خواجه اصف ویلي و چې د ترهګرې پرضد عملیاتو وروسته دوی ویلاي شي چې په ملک کې امنیت ښه شوی او په منظمه توګه د وسله والو ډلو فعالیت نشته.

XS
SM
MD
LG