د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اېسټېبیلېشمنټ مداخله جمهوري تسلسل زیانمنوي"


اسلام ابادـ د پاکستان ځېنې سیاسي ګوندونه وايي، که هره اداره په خپله دایره کې کار وکړي نو دا د هېواد جمهوریت پیاوړی کوي. دوی د یکشنبې یا اتوار پر ورځ له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، پر اېسټېبیلېشمنټ په سیاسي چارو کې د لاسوهنې تازه تورونه د هېواد جمهوري تسلسل زیانمنوي.

دوی دا خبرې تر هغې وروسته کړې دي چې د پاک سرزمین ګوند مشر مصطفا کمال د خالي پر ورځ دعوه وکړه چې له متحده قامي موومنټ سره د اتحاد تر شا اېسټېبلېشمنټ ولاړ وو.

مصطفی کمال: د متحده قامي مومنټ پاکستان سره د اتحاد ترشا د اسټبلیشمنټ لاس و.

خو د تحریک انصاف یو غړی علي محمدخان وايي، پوځي اداره څو کاله پخوا له سیاسته لرې شوې ده.

((زه دې سیاسي ګوندونو ته وایم چې خدای ته وګورئ په هرڅه کې اېسټېبلېشمنټ مه ورګډوئ، تاسو د هغوی خبره اورئ ولې چې بیا وروسته چغې وهئ. د پاکستان له سیاست نه دغو ادارو څو کاله وړاندې لاس اخېستی دی، نو پرېږدئ چې دوی خپل کار وکړي.))

بل پلو د پاکستان پیپلز پارټۍ غړی فیصل کریم کونډي غوښتنه کوي د یادو دواړو ګوندونو یو ځای کولو کې د اېسټېبلېشمنټ د لاس لرلو دې پلټنې وشي.

((مخکې به چې وویل شول چې اېسټېبلېشمنټ د پاکستان په سیاست کې لاس وهنه کوي نو څه ثبوت به نه تر لاسه کېده، اوس خو دواړه ګوندونه په ډاګه وايي چې دوی د اېسټېبلېشمنټ د فشار له وجې یو ځای شوي وو، نو اوس د دې د پلټنې لپاره یو عدالتي کمیشن جوړول پکار دي چې خبره واضحه شي.))

د عوامي نیشنل ګوند مرکزي جنرل سکرتر میا افتخارحسین د یادې قضیې ترشا د حقایقو د راڅرګندولو لپاره د عدالتي پلټنو غوښتنه کوي.

((لازمه ده چې اېسټېبلېشمنټ پخپله د دې خبرې نوټس واخلي، چې داسې په بربنډه په سیاست کې لاس وهل څه مانا لري؟ نو دا خبره ضرور ده چې پاکستان کې د ټولو ادارو احترام پکار دی. ټولې ادارې دې خپل اختیار د ایین سره سم پکار راولي. دا د دې ملک، جمهوریت او د ټولو ادارو لپاره ګټه لري.))

د پخواني وزيراعظم نوازشريف لور او د مسلم ليګ (ن) غړې مریم نواز په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي: ((هر څوک نوازشريف نشي کېدای چې د وطن د احترام په خاطر د بار بار زخم خوړولو باوجود د ادارو پره یې ساتلې ده.))

د پاکستان امنیتي ادارو د مصطفی کمال د دعوې په اړه لا څه نه دي ویلي، خو پوځ په تېرو وختونو کې ټینګار کړی چې د پاکستان جمهوریت ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG