امریکا د جماعت الدعوه ډلې د مشر حافظ سعید په خوشي کولو خپګان ښودلی او دا یې د پاکستان لخوا اخېستل شوی یو ناسم اقدام بللی دی. حافظ سعید د تیرې جمعې په ورځ وروسته له هغې خلاص کړل شو چې لاهور هايکورټ د پنجاب حکومت لخوا د نوموړي د نظر بندۍ غځولو درخاست رد کړ.