د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د مذهبي ډلې مظاهرچیان څه غواړي؟


مظاهره چیان غوښتنه کوي چې د قانون وزیر زاهد حامد دې له خپلې چوکۍ لیرې کړل شي ځکه چې هغه په انتخاباتي قانون کې د اسلام پر ضد بدلون راوستی دی. بلخوا د قانون وزیر ویلي چې د انتخاباتو په قانون کې په خطایۍ سره یوه وړوکې غلطي شوې وه چې بیا سمه کړل شوې ده.

په داسې حال کې چې د مذهبي ډلې تحریک لبیک پاکستان غړیو په اسلام اباد کې د احتجاج په توګه پرلت وهلی دی چارواکیو پارلیمان ته تلونکې لاره تړلې ده او د امنیت ټینګ ساتلو لپاره يي امنیتي ځواکونه ځای په ځای کړي دي.

مظاهرچیان غوښتنه کوي چې د قانون وزیر زاهد حامد دې له خپلې چوکۍ لیرې کړل شي ځکه چې هغه په انتخاباتي قانون کې د اسلام پر ضد بدلون راوستې دی. بل خوا د قانون وزیر ویلي چې د انتخاباتو په قانون کې په خطایۍ سره یوه وړوکې غلطي شوې وه چې بیا سمه کړل شوې ده.

پولیس چارواکي وايي دا وخت په اسلام اباد کې د سخت دریزه مذهبي ډلې تحریک لبیک خواؤ شا درې نیم زره مظاهره چیانو پرلت غزولې دی او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.

د تحریک لبیک ډلې مشر خادم حسین رضوي ویلي دي تر هغه وخته به د حکومت سره مذاکراتو ته اماده نه شي چې د قانون وزیر له خپلې چوکۍ لیرې کړل شوي نه وي.

د احتجاج له کبله ښار د اړي ګړي ښکار شوی دی او ځني لارې تړلې پرتې دي. د نومبر په نهمه نیټه پولیسو د ډلې د مشر پر ضد د یو ماشوم د وژنې مقدمه درج کړی ده. دغه ناروغه ماشوم روغتون ته وړل کیدو خو د تحریک لبیک د احتجاجي مظاهرې له کبله لارې تړلې پرتې وی او هغه هم په لاره کې ساه ورکړه.

XS
SM
MD
LG