د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت او اپوزېشن پر نویو حلقه بندیو سلا نه شو


په پاکستان کې د رایو اچونې بهیر یو پخوانی عکس
په پاکستان کې د رایو اچونې بهیر یو پخوانی عکس

په پاکستان کې د حکومت او اپوزیشن ګوندونو تر منځ د کال ۲۰۱۸م کال ټولټاکنو ته د نویو حلقه بندیو پر سر لانجه لا هم نده هواره شوې.

د حکومت او اپوزېشن مشرانو ترمنځ د سېشنبې په ورځ څلورمه غونډه هم بې نتیجې پای ته رسېدلې ده.

دا ټولې غونډې د قومي اسمبلۍ د سپیکر او د واکمن مسلم لیګ نون د مهم مخکښ ایاز صادق په مشرۍ کې شوې دي.

ایاز صادق د چارشنبې په ورځ تر سره شوې غونډه وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل ،“پیپلز ګوند د ایني ترمیم معامله مشترکه مفاداتو کونسل ته وړل غواړي خو تر پارلیمان اوچت فورم بل نشته”.

د حکومت له خوا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د دې مسلې د هواري لپاره به اوس څه کوي.

پاکستان پيپلز ګوند او متحده قومي مومنټ وايي چې ايئني تر ميمي بل دې لومړی د شریکو ګټو له شورا منظور کړل شي ځکه چې د دوی په وینا دا يوه قانوني اړتیا ده.

یاد ګوندونه وايي ، د سیند ولس په ملک کې د تر سره شوې سرشمېرنې د پایلو په اړه اندېښنې لري او حلقه بندۍ د ووټرانو پر شمېر کول پکار دي.

پپلز ګوند په پاکستان کې د ترسره شوې سرشمېرنې د پایلو یوازېنی مخالف نه دی بلکې پښتانه ملتپال عوامي نشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند یې هم مخالفت کړی دی.

پښتانه ملتپال وايي دوی ثبونه لري چې په ۱۹ کاله وروسته تر سره شوې سرشمېرنه کې پښتانه قصداً لږ لیکل شوي دي خو د شماریاتو اداره دا یوازې تور بولي.

تر سرشمېرنه وروسته پرېکړه وشوه چې د پاکستان د قومي اسمبلۍ د ۲۷۲ چوکیو شمېر به پر ځای ساتل کېږي.

حکومت او اپوزېشن پر دې سلا شوي وو چې د پنجاب د قومي اسمبلۍ په چوکیو کې به نهه چوکۍ کموي چې ورسره به پنځه خیبر پښتونخوا ، درې بلوچستان او یوه اسلام اباد ته ورکوي.

خو د حکومت او اپوزېشن ګوندونو ترمنځ د نویو حلقو پر جوړولو اختلافات لا هم پر ځای پاتې دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمېشنوايي ، د ملک د اساسي قانون له مخې ، حلقه بندۍ باید تر انتخاباتو شپږ میاشتې وړاندې وشي.

د انتخاباتي کمېشن چارواکي وايي چې که حلقه بندۍ پر وخت ونه شوې نو د ۲۰۱۸م کال ټولټاکنېاغيزمنېدای شي.

XS
SM
MD
LG