د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان مذهبي ګوندونه ولې خپل زوړ ايتلاف بحالوي؟


د شپږ مذهبي ګوندونو ايتلاف - متحده مجلس عمل - په ۲۰۰۲ م کال کې د امريکا پر افغانستان د بريد او د طالبانو د حکومت د نسکورولو پرضد جوړ شوی وو.

د پاکستان درې سياسي ګوندونواعلان کړی دی چې د مذهبي جماعتونو پخوانی اتحاد متحده مجلس عمل بیا بحالوي.

دا اعلان د جماعت اسلامي مشر سراج الحق ، جميعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د جميعت علما اسلام (س) مشر مولانا سميع الحق د نومبر پر نهمه نېټه په لاهور کې وکړ.

د پاکستان په اوسني پارلېمان کې د مذهبي ګوندونو چوکۍ کمې دي نو ځکه هڅه کوي چې متحده مجلس عمل بحال کړي چې د مذهبي جماعتونو خورې ورې رايې را يو ځای کړي. زاهدحسين

متحده مجلس عمل د شپږ مذهبي ګوندونو، جماعت اسلامي، جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې، متحده ديني محاذ، تحريک جعفريه پاکستان، جميت اهلحديث او جمېعت علما اسلام سميع الحق ډلې اتحاد وو چې په ۲۰۰۲ م کال کې هغه وخت جوړ شوی وو کله چې امريکا په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکور کړ او د پاکستان پوځي مشر جنرال پرویز مشرف په افغانستان کې د طالبانو پر رژیم د امريکايي برید حمايت او مرسته وکړه.

دغو ګوندونو په ټول پاکستان کې د امريکا او جنرال پرویز مشرف پرضد او د افغان طالبانو په حق کې غونډې ، مظاهرې او هړتالونه وکړل.

خو بيا څه موده وروسته په پاکستان کې ۲۰۰۲ م کال ټولټاکنې وشوې او متحده مجلس عمل په خېبر پښتونخوا او بلوچستان کې حکومتونه جوړکړل او د قامي اسمبلۍ ډېرې چوکۍ يې و ګټلې.

متحده مجلس عمل له هغه وخته تر ۲۰۰۷ م کاله د پاکستان د سياست يو فيصله کوونکی قوت وو.

خو اوس یې چې د بحالۍ اعلان وشو نو د سياسي ګوندونو او کارپوهانو ذهنونه بېرته هغې دورې ته ستانه شول.

له دوی سره پوښتنه راپورته شوه چې دا اتحاد د امريکا پر افغانستان د حملې او د جنرال مشرف له لورې د دې بريد د حمايت په غبرګون کې جوړ شوی وو خو اوس چې دغسې حالات نه دي نو بيا ولې بحالېږي؟

د ۲۰۰۲م مېلادي کال په انتخاباتو کې متحده مجلس عمل په خېبر پښتونخوا و بلوچستان کې حکومتونه جوړ کړل.
د ۲۰۰۲م مېلادي کال په انتخاباتو کې متحده مجلس عمل په خېبر پښتونخوا و بلوچستان کې حکومتونه جوړ کړل.

د دې په ځواب کې خبريال او څېړونکی زاهد حسين وايي چې په دې وروستيو کې په پېښور او لاهور کې ضمني انتخابات وشو چې پکې د مذهبي ګوندونو په تېره بيا د جماعت اسلامي د رايو شمېر ډېر راکم شو.

د ده په وينا، د پاکستان په اوسني پارلېمان کې د دغو مذهبي ګوندونو چوکۍ هم کمې دي نو ځکه هڅه کوي چې متحده مجلس عمل بحال کړي چې د مذهبي جماعتونو خواره وارو ووټونونه راغونډ کړي.

کارپوهان وايي ، متحده مجلس عمل چې د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کې د امريکا له لورې په افغانستان کې د طالبانو حکومت نسکورلو پرضد کوم سياسي کمپاين کړی و هغه په عامو خلکو کې د امريکا ضد جذباتو پيدا کولو کې مهم رول لوبولی وو.

د متحده مجلس عمل له لورې په ۲۰۰۲ م کال کې د امريکا پرضد د شوي احتجاج زيات زور د پښتنو په سيمو کې ليدل شوی وو او بيا چې کله هم په دې کال کې ټولټاکنې وشوې نو هم دې اتحاد زياتې چوکۍ د پښتنو له سيمو ګتلې وې.​

ځينې کارپوهان وايي چې د متحده مجلس عمل دې سياست د هغه وخت پر پوځی مشر جنرال پرویز مشرف د امريکايي فشار په کمولو کې مرسته کړې وه.

د دوی په وينا، د دې اتحاد انتخاباتي ګټې جنرال مشرف ته پلمه په لاس ورکړه چې امريکا ته ووايي چې په پاکستان کې سختدريځي پر خورېدو ده او بايد ورباندې فشار را نه وړل شي.

خو اوس چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان په اړه خپله تګلاره اعلان کړې او پر پاکستان ږغ شوی چې پر خپله خاوره د وسله والو طالبانو پټنځايونه ختم کړي نو د اسلام اباد او واشنګټن اړيکې بيا د کړکېچ ښکار شوې دي.

هم دې کړکېچ ته په کتو سره د سياسي چارو پوه ډاکټر خادم حسين فکر کوي چې د پاکستان پاليسي جوړونکي ( عسکري اسټبلشمنټ) چې د وسله والو ډلو لپاره کومه بيانيه په کار راولي د هغې د دفاع لپاره د دې ګوندونو اتحاد ضروري ګڼي.

د متحده مجلس عمل د امريکا پرضد د شوي احتجاج زيات زور د پښتنو په سيمو کې ليدل شوی وو او بيا چې کله انتخابات وشو نو هم دې اتحاد زياتې چوکۍ د پښتنو له سيمو ګټلې وې.

زاهد حسين وايي د ۲۰۰۱۸ م کال ممکنه انتخاباتو په اړه سياسي منظرنامه بدله ده.

د ده په وينا ، د متحده مجلس عمل په انتخابي لحاظ پر خېبر پښتونخوا اثر کېدای شي خو ډېر به محدود وي.

زاهد حسېن وویل ، هغه وخت نور ګوندونه په ټکړو کې وېشل شوي وو او د هغه وخت پوځي حکومت تر يو حده په دې کې ضرور لاس درلود چې دوی په حکومت کې راولي.

د ده په وینا ، د پوځي حکومت هدف دا وو چې پېپلز پارټۍ او مسلم ليګ نواز ډله کمزوري کړي خو اوس د خېبر پښتونخوا سياسي صورتحال ډېر بدل شوی دی او متحده مجلس عمل به جوړ شي خو اثر به یې زيات ژور نه وي.

د متحده مجلس عمل بحالېدل به د ۲۰۰۱۸ م مېلادي کال په ممکنه انتخاباتو ژور اغېز و نه کړي ځکه چې اوس د خېبر پښتونخوا سياسي منظرنامه د پخوا پرتله بدله شوې ده. زاهد حسيڼ

د متحده مجلس عمل په چلولو کې مهم رول د دوه لويو ګوندونو یانې جماعت اسلامي او جميعت علما اسلام فضل الرحمن ډلې وو خو چې کله د ۲۰۰۸م کال په انتخاباتو کې د برخې اخستو او نه اخستو پر سر د دواړو ګوندونو ترمنځ اختلافات پيدا شو نو متحده مجلس عمل په عملي توګه مات شو.

خو اوس چې بحالېږي نو کارپوهان فکر کوي چې د دغو دواړو ګوندونو خپلمنځي تعلق به د دې اتحاد سياست او پايښت فيصله کوي.

XS
SM
MD
LG