د لاسرسي ځای

تازه خبر

مصطفی کمال: د متحده قامي مومنټ پاکستان سره د اتحاد ترشا د اسټبلیشمنټ لاس و.


کراچۍ: په پاکستان کې د پاک سرزمين ګوند مشر مصطفی کمال ادعا کړې چې د ده او د متحده قامي موومنټ پاکستان ترمنځ سياسي اتحاد ترشا د اسټيبلشمنټ لاس و.

مصطفی کمال د خالي په ورځ په کراچۍ کې یوې خبري غونډي ته په وينا کې وويل چې له تېرو اتو مياشتو راهېسي ((ايم کيو ايم پاکستان)) ګوند فرمایشي پروګرام کولو او د اسټيبلشمنټ په زريعه يې ورسره خبرې کولې. ده زياته کړه:

((زه نن ټول پاکستان ته ويل غواړم چې هو موږ د اسټيبلشمنټ په وينا فاروق ستار سره لیدلي وو. موږ چې کله هلته ورسېدو نو فاروق ستار وار له مخې هلته موجود و او موږ د هغه په فرمائش غوښتل شوي وو.))

نوموړي دا خبره له هغې وروسته کړې چې د چارشبنې په ورځ د ايم کيو ايم پاکستان ګوند مشر فاروق ستار او پاک سرزمين ګوند مشر مصطفی کمال په ګډه خبري کانفرس کې د سياسي اتحاد اعلان وکړ چې په هماغه ورځ بېرته مات هم شو. بلخوا مختلفو سياسي ګوندونو په سياست کې د اسټيبلشمنټ په لاس وهنې نيوکې کړي دي.

XS
SM
MD
LG