د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سېنېټ قایمه کمېټۍ د بیا سرشمیرنې غوښتنه کړې ده


له قبایلي سیمو نه د پارلمان غړیو هم وخت په وخت ویلي چې د ۲۰۱۷م کال په سرشمېرنه کې د دغې سیمې ابادي ډیره لږه ښودل شوې ده او په لکونو بېکوره کړل شوي خلک په کې نه دي شمیرل شوي.

د سېنېټ قایمه کمېټۍ د پاکستان په ځنو برخو کې د بیا سرشمیرنې غوښتنه کړې ده .

پرون په اسلام اباد کې د سینېټ د قایمه کمیټۍ په غونډه کې د کمیټۍ غړیو وویل چې د پاکستان په ځني سیمو کې سرشمیرنه سمه نه ده شوی نو باید هلته بیا سرشمیرنه اوشي.

په دې موقعه د وینا په وخت سینیټر عثمان کاکړ وویل چې د بلوچستان په یوشمېر سیمو کې خو یا سرشمېرنه شوې نه ده او یا هلته شمیر لږ ښودل شوی.

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د دریو لکو نه ډیرو پښتنو شناختي کارډونه تړل شوي دي او هغوي هم په سرشمیرنه کې نه دي شمیرل شوي.

یاده دې وي چې له قبایلي سیمو نه د پارلیمان غړیو هم وخت په وخت ویلي چې ددغه سیمې ابادي ډیره لږه ښودل شوی ده او په لکونو بیکوره کړل شوي خلک په کې نه دي شمیرل شوي.

د شماریاتو د اداری پخواني مشر او موجوده سلاکار اصف باجوه ویلي دي چې دوي سرشمیرنه د پوځ په نګرانۍ کې د مشترکه مفاداتو د کونسل د هدایاتو سره سمه کړی ده . نوموړي زیاته کړی چې دوي سرشمیرنه سمه کړی ده او دغه خبره د ملګرو ملتونو پینځو تنظیمونو هم منلې ده.

مشال راډیو چې د شماریاتو ادارې د یو چارواکي حبیب الله خټک نه په دې اړه وپوښتل نو نوموړي وویل چې دوی د پاکستان په ټولو برخو کې خلک شمیرلي دي.

د روان کال د اګست په ۲۵ مه نېټه د شماریاتو ادارې د مشترکه مفاداتو کونسل په غونډه کې د شپږمې سرشمېرنې راپور وړاندې کړی وو چې پکې د پاکستان ټوله ابادي ۲۰ کروړه ۷۷ لکه ښودل شوې وه.

دغه رنګ په کال ۱۹۹۸م کې شوې سرشمېرنه کې د پاکستان ټوله آبادي ۱۳ کروړه ۲۳ لکه ۵۲ زره ۲۷۹ښودل شوې وه چې پکې د قبایلي سیمو آبادي ۳۱ لکه ۷۶ زره ۳۳۱ ښودل شوې وه.

XS
SM
MD
LG