د لاسرسي ځای

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان په دا وروستيو کې يو ځل بيا غوښتنه کړې چې په دې هېواد کې دې له وخت مخکې پارلماني انتخابات وشي. د هغه په خبره د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند په مشرۍ مرکزي حکومت په درغلۍ کې ککړ دی نو په دې هېواد کې بايد له ټاکل شوي وخت وړاندې پارلماني انتخابات وشي. بلخوا د پاکستان مرکزي حکومت وايي چې په دې هېواد کې پر ټاکلي وخت انتخابات کول د جمهوريت د پياوړتيا لپاره اړين دي.

پاکستان کې د پارلماني انتخاباتو اييني موده د ۲۰۱۸م کال په مې کې پوره کېږي

په پاکستان کې په وروستي ځل پارلماني انتخابات په ۲۰۱۳م کال کې وشول چې پنځه کلنه اييني موده يې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې پوره کېږي. دا چې په پاکستان کې له ټاکلي وخت وړاندې انتخابات کېدل څومره امکان لري، د سياسي چارو ګڼ شنونکي دا کار شونی نه ګڼي.

په اسلام اباد کې د سياسي چارو کارپوه اياز وزير وايي، له پاکستان تحريک انصاف پرته د هېواد ټول سياسي ګوندونه غواړي چې انتخابات پر خپل ټاکل شوي وخت وشي ځکه يوازې څو مياشتې ورته پاتې دي. د نوموړي په خبره د عمران لخوا د وزيراعظم له چوکۍ څخه د نواز شريف د ليرې کېدو غوښتنه هم پر ځای شوه خو اوس هغه غواړي چې د سېنېټ په انتخاباتو کې د مسلم ليګ (ن) ګوند د کانديدانو مخنيوی وکړي.

((عمران خان غواړي چې له مارچ وړاندې پارلماني انتخابات وشي ځکه د ۲۰۱۸م کال په مارچ مياشت کې د سېنېټ انتخابات کېدونکي دي.))

اياز وزير زياتوي که په همدغسي روان حالت کې د سېنېټ انتخابات وشي نو بيا د مسلم ليګ نواز اکثريت راځي.

د روان ۲۰۱۷م کال د جولای پر ۲۸مه نېټه پاکستان سپریم کورټ د پاناما اسنادو د مقدمې په اورېدنه کې انتخاباتي کميسيون ته د پوره شتمنیو نه ښکاره کولو په تور نواز شریف د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره نااهله وګرځاوه چې بيا وروسته د هغه د ګوند پارلماني غړی شاهد خاقان عباسي وزيراعظم وټاکل شو.

په لاهور مشر خبريال او د سياسي چارو شنونکی ضياوالدين وايي که چېرې په داسې حالاتو کې له ټاکلي وخت وړاندې انتخابات کېږي نو بيا هم د مسلم ليګ نواز په ګټه تمامېدای شي.

د هغه په خبره دا وخت پاکستان مسلم ليګ نون يوازينی منظم ګوند دی چې يو خوا ډېر زيات پارلماني غړي لري او بلخوا يې په دا تېرو دوو مياشتو کې د يو ځپل شوي ګوند نوم خپل کړی دی.

ضياوالدين زياتوي، مسلم ليګ نواز د درغلۍ د تورونو مقابله ونکړه خو وې ويل چې له دوی څخه بدل اخيستل کېږي.

(( له دوی سره يو خوا حکومت دی او بلخوا د يو ناديده قوت په ضد د اپوزيشن رول هم لوبوي.))

د نواز شريف پلويان د هغه د ليرې کېدو تر شا د پوځ لاس ګڼي

د درغلۍ په مقدمه کې نوازشریف پر ځان لګیدلې تورونه رد کړي او وايي، له ده سره چې کوم سلوک شوی، د هغه مستحق نه دی. د نوموړي پلويان بيا د هغه ليرې کول يوه سياسي انګېزه ګڼي چې د دوی په وينا تر شا يې د پوځ لاس دی.

XS
SM
MD
LG