د پنجشنبې پر ورځ چې د قانوني چارو وزیر زاهد حامد د اییني ترمیم مسوده وړاندې کړه نو ظاهراً داسې ښکارېده چې په اسمبلۍ کې د غړو د کم شمېر له وجې به دا کار ونشي خو ورسره د مسودې پر متن پیپلز ګوند او متحده قامي موومنټ اعتراضونه وکړل.
د اییني ترمیم د منظورۍ لپاره د ۶۶ فیصده غړو مثبتې رایې په کار وي.
د پیپلز ګوند پارلېماني مشر نوید قمر تور پورې کړ چې حکومت ورسره چل کړی دی او ورته یې ویلي چې د نویو انتخاباتي حلقو د جوړولو مسوده یې د ګډو ګټو د شورا د غونډې له پرېکړې سره سمه تیاره کړې، حالانکې په هغه غونډه کې پر دې موضوع هېڅ فیصله نه وه شوې.
د متحده قامي موومنټ ډاکتر فاروق ستار هم وویل چې حکومت د سېند په اړه د دوی د اندېښنو له ځوابولو پرته مسوده وړاندې کړه.
وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي د دواړو ګوندونو پر مشرانو انتقاد وکړ او تور یې پورې کړ چې له خپلو ژمنو په شا شوي دي.
د پاکستان حکومت غواړي د روان کال د سرشمېرنې په رڼا کې د قامي اسمبلۍ د څوکیو لپاره نوې انتخاباتي حلقې جوړې کړي.
ټاکل شوې راتلونکی کال په هغه هېواد کې پارلېماني ټاکنې وشي.