د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او روس پوځي تمرينونه سر له ننه پېليږي

د پاکستان او روس د پوځيانو ترمنځ ګډ پوځي تمرينونه په لومړي ځل تر سره کيږي او دې ته د دوستۍ مشقونو نوم ورکړل شوی دی.

د پاکستاني پوځ ویاند عاصم باجوه بېګا پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل چې دا تمرينونه به له نن (شنبې) څخه پیل شي او د اکتوبر تر لسمې نېټې به دوام ولري.

د پاکستان او روس د پوځيانو ترمنځ ګډ پوځي تمرينونه په لومړي ځل تر سره کيږي او دې ته د دوستۍ مشقونو نوم ورکړل شوی دی.

دا له هغه هغه وروسته ده چې د روس او پاکستان ترمنځ په ۲۰۱۴م کال کې د پوځي همکارۍ لپاره یو تړون لاس لیک شوی وو.

د دې تمرينونو لپاره د روس ۷۰ عسکر تېره ورځ پاکستان ته ورسېدل.

د روس او پاکستان ترمنځ ګډ پوځي تمرينونه په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د هند او پاکستان ترمنځ یو ځل بیا تاوتریخوالی زیات شوی دی.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG