نوازشریف چې د ملګرو ملتونو په کلیزه سرمشریزه کې د ګډون لپاره په نیویارک کې د دوشنبې په ورځ یې د امریکا بهرنیو چارو له وزیر جان کېري سره یې د لیدلو پرمهال دغه څرګندونې کړې دي.
په دې موقع شریف له کېري وغوښتل چې د هند او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو د ښه کولو لپاره دې خپل رول ولوبوي.
د پاکستان د وزیراعظم له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزیراعظم نوازشریف په دې سربیره جان کېري د ترهګرۍ پرضدد خپل هېواد له هڅو هم خبر کړ او په ځانګړي ډول د ضرب عضب په نامه د عملیاتو لاس ته راوړنې یې ورسره شریکې کړې.
وزیراعظم نوازشریف به نن(سېشنبه) د ملګرو ملتونو سرمشریزې ته وینا هم کوي او اټکل دی چې نوموړی به د کشمیر موضوع هم راپورته کړي.
په دې اړه لاندې غږ اورېدای شئ.