د لاسرسي ځای

تازه خبر

سيند اسمبلۍ د الطاف حسېن پرضد د غدارۍ مقدمه غوښتتې


د متحده قامي مومنټ په لندن کې میشت مشر الطاف حسېن
د متحده قامي مومنټ په لندن کې میشت مشر الطاف حسېن

په سيند اسمبلۍ کې د چارشنبې په ورځ د اېم کيو اېم پشمول بېلابېلو سياسي ګوندونوپه لندن کې میشت د اېم کیو اېم مشر الطاف حسېن پرضد د غدارۍ مقدمې غوښتنه کړې او په متفقه توګه ټولو سياسي ګوندونو ويلي چې د پاکستان پرضد نعرې وهلو او بيا خپل کارکنان د ميډيا په دفترونو د حملې لپاره راپارولو په تور دې پر هغه د پاکستان ائين د ارټيکل شپږم له مخې د غدارۍ مقدمه وچلول شي.

بل اړخ ته په لندن کې میشت د اېم کيو اېم مشر ويلي چې څوک الطاف حسېن نه مني هغه بايد له پارليمانه استعفا ورکړي

د چارشنبې په ورځ د سيند اسمبلۍ په غونډه کې د متحده قامي مومنټ سردار احمد پشمول د پيپلزګوند، تحريک انصاف، مسلم ليګ فنګشنل او مسلم ليګ ن له خوا په متفقه توګه وړاندې شوي یوه قرارداد کې دا غوښتنه وشوه چې د اګست د مياشتې پر دوه ويشتمه د ايم کيو اېم مشر الطاف حسېن د پاکستان پرضد نعرې وهلې وې چې وروستو يې کارکنانو د شخصي ټي وي ای ار وايي په دفتر حمله کړې وه نو ځکه دې د هغه پرضد د پاکستان د ائين د ارټيکل شپږم د سېوري لاندې کارروايي وکړی شي.

د اسمبلۍ په غونډه کې د اېم کيو اېم مشرانو يو وارې بيا د خپل مشر الطاف حسېن او د هغه د بيانونو نه په مکمله توګه د لاتعلقۍ اعلان وکړو او ويې ويل چې دوی کله هم د پاکستان يا اسلام پرضد د سوچ تصور نه شي کولی.

د اېم کيو اېم له خوا په قرارداد کې د برخه جوړېدو ټولو سياسي ګوندونو هر کلی وکړو او ويې وئيل چې په کراچۍ يا سيند کې اوسېدونکي مهاجر نه بلکې د دې هېواد اوسېدونکي دي.

د قرارداد وړاندې کولو په غبرګون کې د متحده قامي مومنټ په لندن کې میشت مشر نديم نصرت د پارټۍ جوړښت ماتولو اعلان وکړو.

له لندنه جاري شوي يو بيان کې د نديم نصرت په حواله ويل شوي چې د الطاف حسېن په خوښه د ګوند ټول تنظيمونه مات کړل شوي دي.

له دې سره سره په بيان کې دا هم ويل شوي چې د خپل مشر الطاف حسېن پرضد د اېم کيو اېم د غړیو له خوا قرارداد وړاندې کول د افسوس وړ خبره ده.

خو په پاکستان کې میشت د اېم کيو اېم مشر فاروق ستار د دې بيان په غبرګون کې ويلي چې په لندن کې میشت ګوندي غړیو سره یې تعلق نشته او دوی د اګست درويشتمې نېټې وروستو ټولې فېصلې په خپله کوي او له لندنه شوې د هېڅ فېصله منلو ته تيار نه دي

د ذکر ده چې د روان کال اګست مياشتې پر ۲۲ نېټه د کراچۍ پرېس کلب مخې د اېم کيو اېم په احتجاج کې الطاف حسېن د پاکستان پرضد نعرې وهلې وې او کارکنانو ته يې د ميډيا په دفترونو د حملې کولو امر کړی وو. په هغه اړي ګړي کې يو تن مړ او تر پينځلسو زيات کسان ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG