د لاسرسي ځای

تازه خبر

جماعت اسلامي د پښتنو شناختي کارډونو بلاکولو ضد لاریون کوي


د جماعت اسلامي مشر سراج الحق
د جماعت اسلامي مشر سراج الحق

د جماعت اسلامي په ګډوند پاکستان ځینې نور سیاسي ګوندونه وايي وفاقي حکومت د تصدیقولو په نامه په ټول ملک کې په لکونو شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې لویه شمېره یې د پښتنو ده.

د جماعت اسلامي ګوند په وینا که وفاقي حکومت دا لړۍ ونه دروله او د پښتنوشناختي کارډونه يې ازاد نه کړل نو د راتلونکې میاشتې په لومړۍ نېټه به په اسلام اباد کې احتجاج کوي.

د جماعت اسلامي مشر سراج الحق نن د جمعې په ورځ له مشال را‌ډیو سره په خبرو کې وويل چې د شناختي کارډونو قامي ادارې نادرا د داخله چارو وزارت په وینا په ټول ملک کې د تصدیقولو په نامه اتلس لکه شناختي کارډونه بلاک کړي دي چې پکې ۳۸ فيصده یواځې د خېبر پښتونخوا د خلکو دي، او زیاتوي د نادرا او داخله چارو وزارت ته یې څو څو واره وويل چې له دې ډډه وکړئ.

د نوموړي په وينا چې دوی حکومت ته د څوارلسو ورځو وخت ورکړی که حکومت دا مسله حل نکړه نو دوی به د نادرا سر دفتر مخې ته احتجاج کوي:

(په دې کې د عامو خلکو د سرکاري خلکو او د تاجرانو شناختي کارډونه بلاک کړل شوي دي چې له کبله یې هغوی ته ډېر مشکلات دي نو موږ څوارلس ورځې وخت حکومت ته ورکړی چې دې دوران دې دوی یو مېکانزم جوړ کړي سم او ناسم دې پکې جدا کړي اصلي او نقلي دې پکې جدا کړي خو دا نه ده پکار چې یواځې د شک په وجه یا د کمپويټر غلطۍ په وجه ته ټول خلک له مشکل سره مخامخ کړې نو موږ پرېکړه کړې چې په لومړي اکتوبر د ناردا سردفتر مخې ته به د هغوی پرضد د ناسته یا درنا ورکوو او احتجاج به کوو ځکه چې دا ډېره لویه ولسي مسله ده )))

په دا وروستیو کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند او عوامي نېشنل ګوند هم د پښتنو د شناختي کارډونو بلاکېدو پرضد اواز پورته کړی وو او له حکومته يې غوښتلي وو چې پښتانه دې د تصدیق په نوم نه ځورول کېږي.

له مشال راډیو سره په خبرو کېد پښتونخواملي عوامي ګوند سېنېټر عثمان کاکړ وویل:

(وفاقي حکومت او په خاصه توګه چودري نثارعلي خان دا فیصله کړې ده چې په دې وطن کې به د پښتون پېژندګلوي ختموي او دا یې چېلنج کړې ده او نادرا او دا داخله چارو وزرات دروغ وايي. دوي تر دې وړاندې هم ۲ لکه د پښتنو شناختي کارډونه بند کړي او دا اوس چې کوم د تصدیق عمل شورو شوی دا هم د پښتون افغان لپاره دی. د تصدیق په نامه د پښتنو شناختي کارډونه بلاکوي او دا سلسله له درو کالو راهیسې روانه ده پکار ده چې وزیر اعظم نوازشریف د چودري نثار او د نادرا د پښتون دشمنۍ نوټس واخلي.)

هم دا شان د عوامي نېشنل ګوند جنرل سیکرېټري میا افتخار حسېن مشال راډیو ته وویل چې د حکومت د دې عمل په وجه په پښتنو کې احساس محرومي پېدا کېږي:

(د پاکستان دننه پښتانه چې هغوی د دې وطن لپاره هر قسمه قرباني ورکړې نو نن چې د هغوی شهریت مشکوک کېږي دا ډېر مشکلات جوړوي ټول سیاسي ګوندونه باید چې دا مسله په اولیت باندې د هوارولو کوشش وکړي او څنګه چې ترهګري ده نو دا هم په ترهګرۍ کې د اضافه کولو یوه ذریعه ده چې زما په خاوره وینه بهېږي او ته زما شهریت مشکوک کړی نو ته راتلونکي نسل ته څه پیغام ورکوې موږ له افغان کډوالو سره د ښه رویه خبره کوو او دوی په پاکستان کې دننه له پښتنو سره د شناختي کارډ د تصدیق په نامه داسې لویه لوبه روانه کړې ده.)

مشال راډیو چې په دې اړه د داخله چارو لپاره د قامي اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ له غړي خیال زمان اورکزيه وپوښتل نو هغه وویل:

(په دې کې غټه مسله دا ده چې دا نظام اول داسې نه وو، نادرا دومره فعاله نه وه نو ډېرو خلکو دوه دوه شناختي کارډونه جوړ کړي وو او د پښتنو اکثریت ځکه پکې دی چې کوم خلک په فاټا کې اوسېدل نو یو شناختي کارډ یې وو او چې بیا به ښاریو یا د پاکستان نورو برخو ته راغلل نو بل شناختي کارډ به یې جوړ کړو نو دا وجه ده چې یو شمېر شناختي کارډونه بلا ک کړل شوي نو اوس د حکومت پالیسي ده چې یو شناختي کارډ به ساتي او له دې سربېره افغان کډوالو هم شناختي کارډونه جوړ کړي دي نو حکومت لګیا دی کار کوي خو صرف دا خبره ده چې یو کس ورشي او ځان پاک کړي.)

یاده دې وي چې د سږني کال د جولايي میاشتې له لومړۍ نېټې حکومت په پاکستان کې د ټولو خلکو د شناختي کارډونو د بیا تصدیقولولړۍ پیل کړې او وایي له دغه نېټې وروستو تر یو نیم زر زیات افغان کډوالو په رضاکارانه توګه خپل شناختي کارډونه حکومت ته بیرته ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG