د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سختدریځۍ ضد جنګ د قامي تګلارې برخه ده


د ترهګرې په ضد جوړې کړې شوې قومي تګلارې یا نېشنل اېکشن پلان په اړه رابلل شوې غونډې په موقع د وزیراعظم نواز شریف وېنا وه چې زموږ د ترهګر خلاف جنګ روان دې او د سختدریځې خلاف جنګ زموږ د پالیسې برخه ده.

د وزير اعظم هاوس نه جاري شوي يو اعلاميه مطابق نن د نهېپه ورځاسلام اباد کې د ترهه ګرې خلاف قامي تګلارې غونډه د وزير اعظم نواز شريف په مشرې کې وشوه۔ غونډې ته د وزير اعظم وویل چې ټول قام له سياسي او عسکري مشرتابه اميد لری چې د وسله والو او ترهه ګرۍ خاتمه به وکړې شي.

غونډې ته په خطاب کې د وزير اعظم وينا وه چې د وفاق او صوبو تر مينځه په نېشنل ايکشن پلان دې رابطې توندې کړې شي۔

د نوموړې وينا وه چې نېشنل ايکشن پلان د ټولو کواو په مشوره او اتفاق سرهجوړ کړې شوې دې۔ او د سيکيورټي او قانون نافذ کولو ادارو په مرستو ملکي امنيت کې ښه والې راغلې دې۔

د وزير اعظم د قامي سلامتۍ مشير ناصر جنجوعه د نېشنل اېکشن پلان عملدرآمد او پدې کې ولاړ خنډونو په اړه غونډې سره مالومات شریک کړلاو موجوده ملکي حالاتو په اړه يې غونډې ته بريفنګ ورکړو۔

اعلامېه مطابق د نېشنل ايکشن پلان په هر اړخ غور وشواو پدي خبره اتفاق وکړې شو چې په قامي او صوبايې سطح په ګډه سره د کوششونو ضرورت دې د قامي ايکشن پلان تر لاندې تر سه شوې کاميابيانې په ځايې وساتلې شي۔

په غونډه کې د قامي سلامتیه مشير پدې خبره ټينګاروکړو چې په نېشنل اېکشن پلان کې د صوبو کردادر انتهایي مهمه دی او دا په موږ لازمه ده چې موږ په دې د يو مشن په توګه کار وکړو۔

د غونډې غړو په صوباېې او وفاقي توګه د استخباراتي ادارو کار وستايلو او په غونډه کې دا فيصله وکړې شوه چې استخباراتي ادارو ته به داسې ماحول ورکړې کېږې چرته چې هغوي د قانون دننه خپل کار په ښه توګه تر سره کړي۔

په غونډه کې د څلوروارو صوبو او ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو پشمول وفاقي وزيرانو د وزير اعظم خصوصي مرستيال خارجه سيکرټري،قامي سلامتيا مشير د پوځ مشر د آئي ايس آئې او آئي بي مشرانو او نورو اعلي چارواکو پکې ګډون وکړو۔

د غونډې نه پس د قامي سلامتې کميټئ غونډه هم روانه ده چې پکې د غونډې په اولنې برخه کې سيکرټري خارجه غونډې ته د کنټرول کرښې په اړه بريفنګ ورکړو۔ پدې غونډه کې هم د څلوروارو صوبو او ګلګت بلتستان اعلی وزيرانو پشمول وفاقي وزيرانو د وزير اعظم خصوصي مرستيال خارجه سيکرټري،قامي سلامتيا مشير د پوځ مشر ،د استخباراتي ادارو مشران او نورو اعلي چارواکي ګډون کوي۔ غونډې ته د عسکرې چارواکو وينا وه چې په کنټرول کرښه د هند د بلا اشتعال ډزو سخت جواب ورکړې شوې دې او پاکستان پوځ به راتلونکې وخت کې هم د ملک دفاع کوي۔ عسکري مشرانو وويل چې د هند دا دعوی چې هغوي په کنټرول لاين هدفي عمليات کړې دې درګ ګرځول شوي دي۔

XS
SM
MD
LG