د اسمبلۍ غړو په دې خبره اندېښنه ښکاره کړه چې د چین حکومت وايي په دې لویه پروژه کې مغربي لاره له سره شامله نه ده.
تر دې وړاندې پرون(سېشنبه) د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار خان په صوابۍ کې د یوې غوندې پر مهال وویل د چين ــ پاکستان اقتصادي راهدارۍ مغربي لاره به په هر صورت د دې منصوبې برخه ګرځوي.
د عوامي نېشنل ګوند لخوا پرون پر صوابۍ سربېره په اسلام اباد، کراچي او کوټه کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د مغربي لارې په حق کې احتجاجي مظاهرې وشوې.
بلخوا وفاقي حکومت وخت په وخت ويلي چې د مغربي لارې په اړه به خپلې ژمنې تر سره رسوي.