د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ: د ناټو ځواکونو د وسلو یوه لویه زیرمه نیول شوې


د پوليسو د مشر په وینا چې دا وسله په کراچۍ کې د قلنګ او په ځمکو د قبضو په پیسو اخستل شوې ده

د کراچۍ پوليسو مشر مشتاق مهر د چارشنبې په ورځ يوې خبري غونډې ته وويل چې د مينځنۍ کراچۍ پوليسو د يوې سياسي ډلې نيول شوي تن په وینا د ښار عزيز اباد سيمه کې د اېم کيو اېم مرکزي دفتر ناین زيرو سره نزدې عملیات پر مهال د يوې لويې مودې راهیسې بند کور کې په ځمکه کې جوړې د اوبو په ټېنکۍ کې پټه کړی شوې په لوی شمېر کې لويه او وړه وسله ترلاسه شوې چې پکې د ناټو د کنټېنرو نه اخستل شوې وسله هم شامله ده

((موږ به د دې وسلې معاینه کوو چې د وړاندې په کراچۍ کې خو استعمال شوې نه ده، د دغه کور په اړه پلټنې روانې دي چې په اخري ځل دلته څوک اوسېدو يا چا له يې په کرايه ورکړی وو، په دې وسله کې د دولتي ځواکونو او ناټو وسلې سره سره بلټ پروف جېکټې هم شاملې دي))

د پوليسو د مشر په وینا چې دا وسله په کراچۍ کې د قلنګ او په ځمکو د قبضو په پیسو اخستل شوې ده

مشتاق مهر د کومې سياسي ډلې نوم وانه خستو او دا دعوه يې کړې چې ترلاسه شوې وسله د ښار يو سياسي ډلې اخستې وه څوک چې په لندن او سوېلي افريقه کې خلک لري او هم دا وسله د محرم په نهمه يا لسمه نېټه د ترهه ګرۍ د کومې پېښې لپاره راوړل شوې وه

((د نيول شوي ملزم په وېناچې د دې وسلې په اخستو کې يوه سياسي ډله ککړتيا لري چې پکې لوی لوی نومونه شامل دي ، زموږ پلټنې روانې دي چې دا وسله چا اخستې وه او د اخستو موخه يې څه وه؟، په دې کې په لندن کې ناست څه سياسي خلک هم ککړ دي چې هندوستان د استخباراتي ادارې را سره اړيکې لري او په سوېلي افريقه کې خپل خلک لري، د دوی مقصد دا وو چې په نهم يا لسم محرم د ترهګرۍ کومه لويه پېښه وکړي))

د ښار د پوليسو د مشر په وېنا په دې وسله کې جهازویشتونکې ټوپکې، راکټ لانچرې، لاسي بمونه ،د بیلابیلو ملکونو جوړ کلاشنکوفونه ،د لکونو په شمېره کې کارتوسونه او بُلټ پروف جېکټې شاملي دي

یاده دې وي په کال ۲۰۱۱م کې د کراچۍ د امن په خرابه وضع د پاکستان لوی عدالت يا سپريم کورټ د هغه وخت مشر يا چيف جسټس افتخارمحمدچوهدري سوموټو نوټس اخستی وو يعنې په خپله يې په پام کې نيولې وه او د کراچۍ بدامنۍ د کېس اورېدنې په مهال عدالت ته په وړاندې کړی شوي یو راپور کې ویل شوي و چې د کراچۍ بندر نه افغانستان ته تلونکي بهرنۍ۱۹ زره کنټېنرې بې درکه شوي چې پکې وسله هم شامله وه

خو ۲۰۱۳م د ستمبر په میاشت کې په اسلام اباد کې د امریکا سفارتخانې په يوه خبره پاڼه کې ويلي وو چې د کراچۍ د بندر د لارې افغانستان ته تلونکې کنټینرې نه دي بې درکه شوي

د ذکر ده چې د کراچۍ په عزیزاباد سیمه کې د متحده قومي مومنټ ډلې مرکزي دفتر ناین زیرو موقعیت لري کوم چې د روان کال اګست په مياشت کې رېنجرز ځواکونو د لټولو وروستو تړلی دی

بل اړخ ته د متحده قامي مومنټ د لندن دفتر نه جاري شوي بيان کې د پوليسو دا دعوه رد کړی شوې وه او ويلي يې دي چې دا د هغوي د ګوند د بدنامولو دپاره د ادارو سازش دی.

XS
SM
MD
LG