د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې څلور هزاره مېرمنې وژل شوې


په کوټه کې پرون [ سېشنبه] وسله والو کسانو هزاره ټاون ته په لار د مسافرو یو موټر درولی او څلور هزاره ښځې یې وژلې دي. په پېښه کې یوه ښځه زخمي شوې هم ده.

د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي خبریالانو ته وویل چې دوو وسله والو کسانو لومړیپر کیراني سړک د سوارلۍ ډک بس ودراوه او وروختل او پر سوارلیانو یې ناڅاپه ډزې پیل کړې ـ د نوموړي په وینا چې د ا په صوبه کې د ترهګرۍ لومړۍ پېښه ده چې بې ګناهښځې پکې په نښه کېږي.

د کورنيو چارو ورزیر زیاته کړه چې د محرم میاشتې لپاره د امنیت نیولو په باب د کوټې لپاره نیول شویو امنتیي ګامونو ته به سردوارې کتنه کوي.

سرفراز بګټي وویل، داسې برېښې چې په پېښه کې سني تندلارې ډلي لاس ولري.

د بلوچستا ن اعلا وزیر ویاند انوار الحق کاکړ مشال راډيو ته وویل چې دا حمله د توکمیزې کرکې او تعصب پر اساس شوې ده چې پکې وژل شوې څلور واړه ښځې له هزاره قبیلې سره تعلق لري. د نوموړي په وینا چې دا د هدفي وژني پېښه ده او حکومت پولیسو ته سمدلاسه په پېښه کې د تورنو کسانو نیولو امر کړی دی.

د پېښې مسولیت چا نه دی اخیستی او چارواکي وايي چې په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.

پر پېښه د وحدت بین المسلیمین جماعتله خوا په یوبیان کې سخته غندنه شوې ده او له حکومته یې غوښتنه کړې چې په کوټه ا و د صوبې په نورو برخو کې دې د امنیت ټینګولو لپاره سخت ګامونه پورته کړل شي. او د کلي کیراني په پېښه کې تورن کسان دې سمدلاسه ونیول شی.

دغه ډول د هزاده ډیموکراټیک ګوند له لوري هم د پېښې نه یوازې غندنه شوې بلکې د بلوڅانو او پښتنو د دودونو خلاف عمل یې ګڼلی دی. د ګوند ویاند بوستان علي مشال راډیو ته وویل، دغه پېښه په کوټه کې میشت قبایل له یو بل سره د لاس و ګرېوان کولو سازش دي خو دوی به دغه سازش ناکامه کوي.

د بلوچستان اعلا وزیر نواب ثنا ء الله زهري د پېښی پلټنو په اړه له پولیسو سمدلاسه معلومات غوښتي او امر یې ورته کړی دی چې په پېښه کې تورن کسان دې زغرده ونیول شي.

که څه هم صوبايي حکومت د محرم میاشتې له پیلېدو سره سم په کوټه ښار کې پر موټرسایکل د غبرګې سورلۍ بندیز لګولی خو پر دغه پرېکړه عمل نه ترسترګو کېږي.

تر پېښې وروسته بېګا شپه د بلوچستان کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي په مشرۍ دلوړپوړیو چارواکیو یوه غونډه وشوه او د پېښې پلټنو لپاره یې یوه ځانګړې ډله ګمارلې ده.

په غونډه کې د ولس بیا په خاصه توګه د هزاره قبیلې له خلکو غوښتنه شوې ده چې قانون دې په خپل لاس کې نه اخلي.

په بلوچستان کې له تېرو څو کلونو راهیسې د هزاره قبیلي پرخلګو د هدفي وژنوپرلپسي بریدو نه شوي وو ـپه کوم چې ۱۰۰۰ څخه زیات کسان وژل شوي دي ـ خوکلي چې په صوبه کې د پشتونو او بلوڅوملت پاله ګوندونهنیوي حکومت جوړسويـ نو د چارواکوپه وینا چې په دغه بریدنو کې ډیره کمي راغلی وهـ خو دتیري ورځي پېښه په داسي وخت کې رامنځ ته شوي ده ـ چې حکومت لالمخه دمحرم د میاستي په مناسبت د امن وامان دټیګ ساتلو لپاره د ځانګړو ګامونو پورته کولو اعلان کړي وو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG