ټاکل شوی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۲۰مه اوکلاهوما ریاست ته د صدارتي انتخاباتو خپل کمپاین لپاره هلته ورشي.
دا غونډه پر داسې وخت کېږي چې د حکومتي مشرانو ترمنځ د ناندریو او له اقتصادونو سره د مرستو لپاره د پیسو په ورکولو کې د ځنډ له وجې د ولسي باور زیانمنېدو اندېښنې دي.
د ازادي اروپا ازادي راډيو مشر جېمي فلای د امريکا په مرسته د چلېدونکو نړيوالو رسنيو د مشر لخوا له دندې د ليرې کېدو اعلان کړی دی.
يو اېن اېچ سي ار د کډوالو نړيوالې ورځې له مخه په خپور شوي کلني رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۱۹ م کال کې نږدې ۸۰۰ ملينه خلک بې کوره دي.
د لاسلیک شوي فرمان پر بنسټ د دې هېواد د پولیسو د ښې روزنې لپاره لګښت زیاتېږي او د معلوماتو یوه زېرمه یا ډیټابیس جوړېږي څو د پولیسو ناوړه چلند په منظم ډول وڅاري.
د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او) د کورونا وبا د څپو بیا راپورته کېدو خبرداری ورکوي.
کله چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ دا اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وویل، واشنګټن به اجازه ورنهکړي چې امریکایان دې د یوې غیر رسمي او بېشواهدو محکمې لهخوا وګواښل شي.
په دې سند کې ویل شوي چې روسیه او چین د ډیموکراتیکو بحثونو د کمزورۍ هڅې کوي او غواړي چې ټولنیزو اختلافاتو ته لمن ووهي، بل لور ته د 'کووېډ-۱۹' په ارتباط خپل ښه تصور نورو ته وړاندې کوي.
د فلایډ جنازې ته پخواني مرستیال ولسمشر جو بایډن په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د فلایډ وژنه به په ټوله نړۍ کې توکمیز مساوات ته لار برابره کړي.
د افريقايي امريکايي جارج فلايډ د مړيني مراسم د جون پر نهمه د امريکا په هيوسټن ښار کې روان دي.
فلایډ هغه تورپوستی امریکايي وګړی دی چې په مېنیاپلېس ښار کې یې د پولیسو په حراست کې وژنې د نړۍ پر کچ د توکمپالنې ضد مظاهرې پارولې دي.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی د جمعې په ورځ یو وار بیا د سیمې په سفر روان شوی دی.
نور وښیئ