د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د امریکا په اوکلاهوما کې خپل انتخاباتي کمپاین پیلوي


د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ

پراګ - ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جون پر ۲۰مه اوکلاهوما ریاست ته د صدارتي انتخاباتو خپل کمپاین لپاره هلته ورشي.

دا د کورونا وایرس وبا خپرېدو پس لومړی کمپاین دی چې نوموړی یې پیلوي.

د ولسمشر ټرمپ پلویانو د روانې اوونۍ په پیل کې د کمپاین لپاره د جلسې په ځای کې په دې هیله راغوڼدېدل شور کړل چې دټلسا ښار په یوه میدان کې چې پکې د ۱۹۰۰۰ چوکیو ګنجایش دی، پکې ځان ته ځای پیدا کړي.

خو بیا د جون پر ۱۸مه د ټلسا ښاروال جي ټي باینم د سیمې د صفا ګرځولو لپاره هلته کرفیو ولګوله.

خو تر هغې یوه ورځ وروسته ګرځبندیز لېرې کړل شو چې هلته د زیاتو خلکو شمېر و لېدل شو.

ولسمشر ټرمپ پر ټویټر خبردارې ورکړ چې هر څوک که مظاهره کوونکي لوټماران یا د مظاهرو پاروونکې وي، او اوکلاهوما ته به د جسلې لپاره ورځي، نو هغه شان چلند به ورسره نه کېږي لکه څنګه چې په نیویارک، سي ایټل یا مینیپولیس کې د تورپوستي امریکايي جارج فلایډ د مړینې خلاف په مظاهرو کې د لوټمار او تشدد پر مهال ورسره وشول.

اخوا د اوکلاهوما ستر عدالت په جلسه کې هر چا ته د ماسک اچولو او دسماجي فاصلې ساتلو لازمي ګرځولو خواست په ردولو سره یوه تنازعه هم سر ته ورسوله.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG