د اروپايي اتحاديې زياتره هېوادونه د کورونا وبا تر کمېدو وروسته د پولو خلاصولو پر اقداماتو غور کوي، دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوالې دارې خبرداری ورکړی چې په تادۍ کې د بندیزونو لېرې کولو پس په سمدستي توګه د کورونا ناروغۍ د دویمې څپې راپورته کېدو خطر دی.