اروپایي ټولنې له "انلاین" شرکتونو غوښتي چې د کورونا وایرس په اړه د ناسمو معلوماتو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي.
اروپایي ټولنه تور پورې کوي چې روسیې او چین داسې تبلیغاتو ته مخه کړې ده چې ډیموکراسي ته په ټېټه سترګه وګوري او خپل ښه تصویر وړاندې کوي.
په هغه سند کې چې په چارشنبه خپور شو، اروپایي ټولنه ټینګار کوي چې د کورونا په اړه ناسم معلومات خپرېږي او یو شمېر درېم هېوادونه په تېره روس او چین د اروپایي ټولنې او شااوخوا ګاونډیو هېوادو په اړه ناسم معلومات خپروي.
په دې سند کې ویل شوي چې روسیه او چین د ډیموکراتیکو بحثونو د کمزورۍ هڅې کوي او غواړي چې ټولنیزو اختلافاتو ته لمن ووهي، بل لور ته د 'کووېډ-۱۹' په ارتباط خپل ښه تصور نورو ته وړاندې کوي.
راپور څرګندوي چې د کورونا وایرس له خپرېدو سره معلومه شوه چې ناسم اطلاعات په اروپایي ټولنه کې هم ډیموکراسۍ ته او هم په دې ټولنه کې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي.
په دې لړ کې چې کوم اطلاعات بې لارې او خطرناکه بلل شوي په هغوی کې یوه دا ده چې وایي د ځینو کیمیاوي مایعاتو څښل کرونا ویروس ته ګټه کوي، یا د لاسونو وینځل د کورونا په مخنیوي کې ګټه نه کوي. اروپایي ټولنې له یو شمېر پاڼو لکه ګوګل، فېسبوک او ټویټر څخه مننه کړې ده چې په میلیونونو بېلارې اعلانونهیې لیرې کړې دي.
همداراز یې د امریکا په متحده ایالاتو کې د سترو ډیجیتلي شرکتونو ستاینه کړې ده چې د کورونا وایرس د ناسمو اطلاعاتو مخهیې نیولې ده او ډېر دقت یې کړی دی.
د ارزښتونو او شفافیت په برخه کې د اروپایي ټولنې د کمېسیون رئیس ویرا یوروا خبریالانو ته وویل، هغه راپورونه چې دا شرکتونه د خپلو میاشتنیو فعالیتونو په اړه ورکوي چې د کورونا وایرس د خپراوي په اړهیې د دې ناسمو اطلاعاتو مخه نیولې ده باید تر دې مفصل وي چې تر اوسهیې خپاره کړي دي.
ده زیاته کړه چې شرکتونه باید خلکو ته دا زمینه برابره کړي چې نوي ګواښونه په مستقل ډول تشخیص کړي.
د امریکا متحده ایالاتو د جانز هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې ۷،۶ میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي چې څه باندې څلور لکه ۱۲ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او له دې ډلې یو لک او ۸۰ زرهیې د اروپا دي.
د فېسبوک تبصرې