د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورونا وبا څپې بیا راپورته کېدای شي: روغتیا نړیواله اداره


انځور له ارشیفه

د روغتیا نړیواله اداره (ډبلیو ایچ او) د کورونا وبا د څپو بیا راپورته کېدو خبرداری ورکوي.

د جون پر ۱۶مه په نړۍ کې د کورونا ناروغانو ټول شمېر له ۸۰ لکو واوښته.

د ډبلیو ایچ او مشر تیدروس اېډهانوم ګیبریسیس په نړیوالو د بیدار اوسېدو غږ کړی او ویلي یې دي چې د کورونا وایرس د څپو بیا راپورته کېدو امکان دی.

د نوموړي په وینا یاد وایرس په اولو دوو میاشتو کې ټول شاوخوا یو لاکه کسان ناروغه کړي وو خو اوس هر ورځ نېزدې هم دومره شمېر کسان ناروغه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپا یو شمېر هېوادونو د جون له ۱۵مې خپل منځي سرحدونه له درېو میاشتو بندیز وروسته خلاص کړل.

بلخوا چین د کورونا وایرس د خپرېدو د خطر له کبله د سرښار بیجنګ ځینې برخې بیا بندې کړي دي.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹م کال په ډېسېمبر مياشت کې د چين په ووهان ښار کې راڅرګند شو چې د روغتيا د نړيوال سازمان په وينا د نړۍ تقريباً ټولو هېوادونو ته خپور شوی دی.

دا راز تر نن پورې په نړۍ کې تر ۸۱ لکو ۱۸ زره زيات کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر څلور لکه ۳۹ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۴۲ لکه پاخه شوي دي.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG