د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: د نړۍ يو فيصد وګړي بې کوره دي


يوه افغان مېرمن چې په ۲۰۱۹م زکال له ايتنزه کابل ته ستنه کړل شوه.
يوه افغان مېرمن چې په ۲۰۱۹م زکال له ايتنزه کابل ته ستنه کړل شوه.

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره وايي، په نړۍ کې يو فيصد خلک بې کوره دي.

يو اېن اېچ سي ار د کډوالو نړيوالې ورځې له مخه په خپور شوي کلني رپورټ کې ویلي چې په ۲۰۱۹ م کال کې نږدې ۸۰۰ ملينه خلک بې کوره ول.

په دې کې ۲۹ عشاريه شپږ ملينه کسان له هېوادنو بهر او ۴۵ عشاريه اووه ملينه په خپل هېواد دننه بې ځایه شوي دي.

د کډوالو نړيواله ورځ هرکال د جون پر ۲۰ مه لمانځل کېږي.

په رپورټ کې د بې کوره کېدو لاملونه شخړې، خراب امنيت او د وګړيو ژوند ته ګواښ بلل شوی دی.

کډوال د ترکي او يونان تړلې پوله په انتظار دي چې د يونان له لارې اروپا ته ولاړ شي.
کډوال د ترکي او يونان تړلې پوله په انتظار دي چې د يونان له لارې اروپا ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو سازمان د کډوالو نننۍ شمېر د ۲۰۱۰ ز کال هغه سره پرتله کړی او وايي چې په يوه لسيزه کې په نړۍ کې د کډوالو شمېر نږدې دوه چنده شوی دی.

په ۲۰۱۰م زکال کې ۴۱ ملينه کسان کډوال ول خو د ۲۰۱۹م زکال تر پای پورې دا شمېره ۷۹ عشاريه پنځه ملينه کسانو ته رسېدلې ده.

رپورټ زياتوي، په دې کې تر ۶۶ فيصده زياتو کسانو تړاو له پنځو هېوادونو شام، وينزوېلا، افغانستان، جنوبي سوډان او ميانمار سره دی او دا ډول ۸۰ فيصده کډوال په هغو هېوادونو او منطقو کې ژوند کوي چې پکې د خوړو کمښت او خوارځواکي ده.

د يونان او ترکي له لارې نورو هېوادونو ته پناه وړونکيو لس زره کسانو کې څلور زره افغانان دي.
بابر بلوڅ

د يو اېن اېچ سي ار رپورټ افغانستان د نړۍ هغه درېم هېواد يادوي چې وګړي يې زيات کډوال شوي دي خو د نړۍ هغه لومړی هېواد يې ګرځولی چې اوسېدونکي يې له اوږد مهالې کډوالی تېرېږي او لامل يې د هغه هېواد شخړه ده چې اوس پنځمې لیسېزې ته داخله شوې ده.

په جنيوا کې د يواېن اېچ سي ار وياند بابر بلوڅ د جون پر ۱۸ مه نېټه مشال راډیو ته وويل چې لس کاله وړاندې افغانستان د کډوالی له پلوه د نړۍ لومړی هېواد وو چې اوس يې درېم مقام دی.

نوموړي وويل، د افغانستان ۲۷ لکه کسان له هېواد بهر کډوال دي چې زياتره يې په پاکستان او ايران کې مېشت دي.

خو د ده په خبره له افغانستانه د خلکو د وتلو رجحان اوس د بدلېدو په حال کې دی چې پکې د هغو کسانو شمېر مخ په زياتېدو دی چې له افغانستان، پاکستان او ايران څخه د يونان او ترکي له لارې اروپايي هېوادونو ته پناه وړي.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل وطن ته ستنېږي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوال خپل وطن ته ستنېږي.

د بابر بلوڅ په خبره سږکال د يونان او ترکي له لارې نورو هېوادونو ته پناه وړونکيو لس زره کسانو کې څلور زره افغانان دي.

نوموړي وويل چې په پاکستان کې زياتره کډوال افغانان دي چې پکې د رجسټرډ شويو شمېر يې ۱۴لاکه دی. خو په دې هېواد تر يو ملين زيات نارجسټرډ شوي افغانان هم ژوند کوي.

د ده په خبره، په دې کې هغه افغانان هم دي چې له لسيزو راهيسې هلته مېشت دي او پکې ډېر داسې هم دي چې په پاکستان کې زېږېدلي، لوی شوي او له ځايي خلکو سره يې ودونه کړي دي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د ۲۰۱۸م کال سپټمبر په مياشت کې په کراچۍ کې يوې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال اعلان کړی وو چې هغو افغانانو ته به شهريت ورکوي چې په پاکستان کې زېږېدلي او ستر شوي دي.

نوموړي وويل، دغسې کسانو ته شهريت ورکول د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم دود دی.

خو وروسته د تحريک انصاف پخواني اتحادي ګوند بلوچستان نېشنل پارټۍ د سخت انتقاد له وجې عمران پر دې خبره غلی شو.

تحريک انصاف د حکومت جوړولو پر وخت په ۲۰۱۳م کال کې له بلوچستان نېشنل ګوند سره په شپږ نکاتي تړون کړی وو چې پکې د افغان کډوالو هېواد ته ستنول هم شامل وو.

خو بابر بلوڅ وايي چې د نړۍ په هر ګوټ کې بايد کډوالو ته د شهريت ورکول يوه سياسي مسله جوړه نکړل شي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې د بې کوره کېدو لاملونه شخړې، خراب امنيت او د وګړيو ژوند ته ګواښ بلل شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې شهريت يا پناه ورکول يو بشري حق دی.

د ملګرو ملتونو کډوالې ادارې په خپل کلني رپورټ کې د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی چې خپل ټول وس دې وکړي چې بې کوره خلک خپل کور پېدا کړي.

په رپورټ کې د سازمان مشر فليپو ګرانډی ويلي چې داسې ليدل کېږي چې په زوره د خلکو بې کوره کول نه يوازې په پراخه کچه دی بلکې دا اوس يو موقتي او لنډ مهاله پديده يا مستقله ستونزه ګرځېدلی دی.

نوموړي زياته کړې ده چې خلک بايد په داسې يو کړکېچن حالت کې ژوند تېر نکړي چې کورته يې د ستنېدو زمينه برابره نشي يا بيا چې دوی چېرته ژوند کوي هلته د تل لپاره د پاتې کېدو هيله له لاسه ورنکړي.

ښاغلی ګرانډي وايي چې اساسي اړتيا ده چې نه يوازې د کډوالو د حېثيت منلو په لړ کې له هغي سره ښه چلند وشي بلکې ورسره هغه شخړي له هم منځه يوړل شي چې له اوږدې مودو راهيسې دوام لري چې دا په د دې کړاوونو اصلي جرړې دي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ويل شوي چې په ۱۹۹۵ م کال کې به اوسطاً هرکال ۱۵ لاکه کسان خپلو کورونو ته ستنېدل خو اوس يوازې درې لاکه او ۸۵ زره کسان ستنېدو ته زړه ښه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG