د لاسرسي ځای

تازه خبر

زلمی خلیلزاد دوحې، اسلام‌ اباد او کابل ته په سفر دی


د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.
د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړی استازی د جون پر پنځمه یو وار بیا د سیمې په سفر روان شوی دی.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې زلمی خلیلزاد به د دې سفر په ترڅ کې دوحې، اسلام‌اباد او کابل ته ولاړ شي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، د خلیلزاد د دې سفر لومړنی تمرکز به د بین ‌الافغاني خبرو د اسانه پیل لپاره د افغان لورو ترمنځ پر راتلونکو ضروري او عملي ګامونو د هوکړې ترلاسه کول وي.

په بیان کې زیاته شوې ده چې پر دې سربېره به خلیلزاد د خپل تېر سفر چارې تعقیب کړي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون او د افغانستان او امریکا ترمنځ د ګډې اعلامیې له مخې به د بېلابېلو خواو له اړخه د شویو ژمنو عملي کېدل وارزوي.

د تاوتریخوالي کمول او د بندیانو خوشې کول هغه څه دي چې خلیلزاد به ‌یې په اړه خبرې وکړي.

د بندیانو خوشې کېدل په وروستیو اوونیو کې چټک شوي، خو د افغانستان په بېلا بېلو سیمو کې د اختر له درې ورځني اوربند وروسته تاوتریخوالي لا هم دوام لري.

زلمی خلیلزاد په داسې حال کې افغانستان، پاکستان او قطر ته سفر لري چې په افغانستان کې امریکايي ځواکونو یو وارې بیا پر طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.

د امریکا پوځ وايي چې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د تېرې میاشتې اوربند پس یې د دغه ډلې خلاف خپل لومړي هوايي بریدونه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند کرنل سوني لیګیټ وویل چې د جون پر څلورمه او پنځمه په دوه جلا ولایتونو کې دغه هوايي حملې شوې دي.

لیګیټ پر خپله ټویټر پاڼه وویل چې امریکايي ځواکونو په فراه او کندهار کې پر هغو طالب وسله والو هوایي بریدونه کړي‌ چې د افغان پوځ پر پوستو یې د منظمو بریدونو پلان لرلو. د پوځ ویاند په فراه کې د وسله والو شمېر ۲۵ ښودلی.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو د وړوکي اختر په موقع له افغان ځواکونو سره درې ورځنی اوربند اعلان کړ چې د مې پر ۲۶مه پای ته ورسېد.

تر هغې وروسته په افغانستان کې د تاوتریخوالي په پېښو کې کمی راغلی دی.

کابل وايي، له وسله والې ډلې سره د اوږدې مودې راهیسې د ځنډ ښکار د سولې مذاکرات پیلولو ته تیار دی.

امریکا او طالبانو د فبرروۍ پر ۲۹مه د سولې موافقه لاسلیک کړه چې له مخه یې د طالبانو د امنیتي ژمنو په بدل کې به امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG