د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ټرمپ فرمان جرمونو نړیوالې کچارۍ پر کارمندانو بندیزونه لګوي


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپل یوه صدارتي فرمان له مخې د جرمونو نړیوالې کچارۍ (عدالت) پر کارمندانو اقتصادي او سفري بندیزونه لګولي.

جرمونو نړیوالې کچارۍ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو او استخباراتي افسرانو د ممکنه جنګي جرمونو په اړه په مستقیمو څېړنو کې ښکېله ده.

کله چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جون پر ۱۱مه فرمان لاسلیک کړ، د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل، واشنګټن به اجازه ورنه‌کړي چې امریکایان دې د یوې غیر رسمي او بې‌شواهدو عدالت له‌خوا وګواښل شي.

د امریکا لوی څارنوال بیل بار بیا "بهرني قوتونه لکه روسیه" تورن کړل چې د ده په وینا په هاګ کې د خپلې اجنډا په خاطر له دې کچارۍ یا عدالته استفاده کوي.

د امریکا متحده ایالات د هغو لسګونو هېوادونو له ډلې دي چې د روم د تړون برخه نه‌دي، د کوم تړون له مخې چې په ۲۰۰۰ م کال کې د جرمونو نړیواله کچارۍ جوړه شوه.

د جرمونو نړیواله محکمه
د جرمونو نړیواله محکمه

دا محکمه د نړۍ په هغو برخو کې جنګي جرمونه، بشر ضد جنایات او د نسل وژنې قضیې څېړي چېرې چې سرغړوونکي ممکن عدالت ته رانه‌کاږل شي.

د اروپا بهرنۍ تګلارې مشر جوسېپ بورېل، د ولسمشر ټرمپ پر دې فرمان "جدي اندېښنه" ښودلې ده او ویلي یې دي، اروپايي ټولنه د جرمونو نړیوالې کچارۍ کلکه ملاتړې ده. نوموړي دا کچارۍ د سولې او عدالت د ټینګولو په برخه کې مهم عنصر بللی دی.

د هالند بهرنیو چارو وزیر سټیف بلاک هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د امریکا دې اقدام، ډېر ناارامه کړی. نوموړې زیاته کړې، هېواد یې د جرمونو نړیوالې کچارۍ بشپړ ملاتړ کوي او دې ته به دوام ورکړي.

د بشري حقونو ډلو هم د امریکا پر دې اقدام خپله ناخوښي ښودلې ده. د بشري حقونو د څار ادارې ویلي دا "په نړۍ کې د قانون حاکمیت ته د سپکاوي څرګندونه" کوي.

د بشري حقونو د څار نیویارک مېشتې ډلې زیاته کړې، "دا د جرمونو نړیوالې کچارۍ یو داسې هڅه ده چې د جدي جرمونو قربانیان هغه که افغانستان کې وي، که اسرایل کې وي او که فلسطین کې وي، د عدالت له ترلاسه کولو منعه کوي."

د سپینې ماڼۍ ویاندې د دې کچارۍ کړنې د امریکايي وګړو پر حقونو برید او د امریکا د ملي حاکمیت څخه د سرغړاوي ګواښ بللی دی.

د اسرایلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو بیا د امریکا د ولسمشر د دې اقدام هرکلی کړی او ویلي دي چې جرمونو نړیواله کچارۍ سیاسي شوې او "د اسرایل، متحده ایالاتو او نورو ډیموکراتو هېوادونو په وړاندې د ښیښکو ښکار سره لېوالتیا لري."

د نوموړي په وینا دې کچارۍ په عین حال کې په نړۍ کې د ایران په شمول د بشري حقونو په لویو او ناوړه سرغړوونکو سترګې پټې کړې دي.

د ټرمپ دا فرمان د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته واک ورکوي چې د خزانې له وزیر سره په مشوره په امریکا کې د جرمونو نړیوالې کچارۍد هغو کارکوونکو پانګې کنګل کړي چې په مستقیمه توګه د امریکایانو په اړه څېړنو، ځورونو او نیونو کې ښکېل دي.

د کچارۍ هغه چارواکي چې په دې څېړنو کې ښکېل دي او د کورنیو غړي یې هم امریکا ته له سفر منعه کېږي.

د ټرمپ ادارې لا دمخه تېر کال د جرمونو نړیوالې کچارۍ پر کارکوونکو د سفر محدودیتونه او نور بندیزونه لګولي دي.

د ۲۰۱۷ م کال په نومبر کې د جرمونو نړیوالې کچارۍ څارنوال فاتو بنسودا له قاضیانو وغوښتل چې په افغانستان کې له ۲۰۰۳ ز کال راهیسې د ممکنه جنګي جرمونو او د بشریت ضد جنایاتو په اړه څېړنې وکړي.

فاتو بنسودا
فاتو بنسودا

د ۲۰۱۹ م کال اپرېل کې د کچارۍ لومړني پلاوي دا څېړنه رد کړه او ویې‌ویل د همکارۍ د نشتوالي له کبله به دا څېړنه ممکنه پایله ونه‌لري.

خو د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې د جرمونو نړیوالې کچارۍ د استېناف پلاوي پرېکړه وکړه چې دا څېړنې دې ترسره شي.

هغه وخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو دا پرېکړه د "بې‌پروايۍ" پرېکړه بللې وه.

افغانستان که څه هم د روم د تړون له لاسلیکوونکو هېوادونو څخه دی، خو چارواکو یې د دې څېړنې مخالفت کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG