د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د جارج فلایډ په یاد غونډه کېږي


د جارج فلایډ وژنې ضد په امریکا کې پراخې مظاهرې شوي
د جارج فلایډ وژنې ضد په امریکا کې پراخې مظاهرې شوي

هیوسټن - ټاکل شوې چې د جون پر اتمه د امریکا د ټېکسس په هیوسټن کې د جارج فلایډ په یاد غونډه وشي.

نوموړی هغه تورپوستی امریکايي وګړی دی چې په مېنیاپلېس ښار کې یې د پولیسو په حراست کې وژنې د نړۍ پر کچ د توکمپالنې ضد مظاهرې پارولې دي.

هلته د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د ملي ګارډ سرتېرو ته امر کړی دی چې له واشنګټن ډي سي څخه دې ووځي.

نوموړي د جون پر اوومه پر ټوېټر وویل، اوس حالات تر کنټرول لاندې دي نو ځکه د ملي ګارډ سرتېرو ته له پلازمېنې څخه د ستنېدو وايي.

پر ټوېټر د ولسمشر ټرمپ بیان

دا په داسې حال کې ده چې د اتوار پر ورځ هم د امریکا په یو شمېر ښارونو کې د تور پوستي سړي جارج فلایډ د وژنې په غبرګون مظاهرې وشوې.

د هیوسټن د پولیسو مشر ارټ آسوېډو د جون پر اوومه وویل، د فلایډ مړی په الوتکه کې د هغه پلرني ښار هیوسټن ته رسول شوی.

ټاکل شوې چې د دوشنبې (ګل) پر ورځ به تر شپږو ساعتونو پورې خلک د فلایډ وروستی دیدار وکړای شي.

په میکسیکو کې خلکو د فلایډ په یاد شمعې بلې کړې
په میکسیکو کې خلکو د فلایډ په یاد شمعې بلې کړې

تر هغې وروسته د جون پر نهمه د نوموړي جنازه کېږي او د پېیرلینډ په نوم په سیمه کې خاورو ته سپارل کېږي.

د امریکا د پخواني ولسمشر مرستیال او د ولسمشرۍ سږنیو ټاکنو ته د ډېموکراټ ګوند احتمالي نوماند جو بایډن هم هیوسټن ته د سفر پلان لري چې د فلایډ له کورنۍ سره غمرازي وکړي.

۴۶ کلن فلایډ د مې پر ۲۵مه تر هغې وروسته ومړ چې د مېنیاپلېس ښار یوه سپینپوستي پولیس افسر یې پر غاړه زنګون ایښی وو او هغه د سا اخیستو هڅې کولې.

د فلایډ مړینې په امریکا او د نړۍ په ځینو نورو برخو کې د توکمپالنې ضد مظاهرو څپې ترڅنګ، له تورپوستو امریکایانو سره د پولیسو چلند د جاج اخیستو غوښتنې تازه کړې.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د پولیسو افسر ډېرېک شاوېن چې د فلایډ پر غاړه یې ګونډه ایښې وه، د جون پر اتمه عدالت ته وړاندې شي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG