د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د جارج فلایډ د مړینې مراسم


د افريقايي امريکايي جارج فلايډ د مړيني مراسم
د افريقايي امريکايي جارج فلايډ د مړيني مراسم

د افريقايي امريکايي جارج فلايډ د مړيني مراسم نن د جون پر نهمه د امريکا په هيوسټن ښار کې روان دي.

د نوموړی وژنې داسې غږونه راپورته کړي چې د امريکا جرمونو عدلي سیسټم کې د بدلون غوښتنه کوي.

په عين حال کې د توکمپالنې ضد مظاهره چيانو پوليس څانګو ته د فنډونو د درلو غږ هم کړی.

هيوسټن چېرته چې فلويډ رالوي شوی و، هلته په زرګونو ويرکونکي، نوموړي ته د احترام وړاندې کولو په خاطر له چرچ بهر په قطار کې ولاړ وو.

جارج فلويډ د مې پر ۲۵مه وروسته له هغو مړ شو چې د مينياپوليس يو سپين پوستي پوليس افسر يې په مرۍ ګونډه کېښوده، فلويډ پوليس ته وويل چې سا نه شي اخستی او هغه دې پرېږدي.

د فلويډ تر مرګ وروسته کوڅو ته راوتي مظاهرچيان د پوليس اصلاحاتو او د جرمونو په انصاف نظام کې د بلونونو غوښتنه کوي.

د دې په ځواب کې د جون پر اتمه د امریکايې کانګرس غړیو د پولیسو په طريقه کار او نګرانۍ چارو کې د داسې پراخه اصلاحاتو وړنديز ورکړ چې په لسيزو کې نه دې تر سره شوي.

د نوي بدلونونو هدف د پوليسو لپاره قانوني خونديتوب محدودول، د ډېر زور د کارولو له امله د مړو شوو کسانو په اړه د معلوماتو ساتلو او د نورو بدلونونو ترڅنګ د پولیسو له خوا د خلکو د سا بندولو پر کار بندیز لګول شامل دي.

سپينې ماڼۍ ویلي دي امريکايي ولسمشر د پوليس اصلاحاتو په اړه د انتظامې وړنديزونو ته کتنه کوي خو ټرمپ په يوه ټويټ کې پوليسو ته د فنډونو درولو خبره رد کړې.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG